لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مسلم ليګ ق مشران هم په غېر قانوني شتمنيو جوړولو کې ککړ دي، نېب


د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) ويلي يې دي چې د مسلم ق ډلې مشرانو چودري شجاعت حسېن او د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چودري پروېز الهي هم په غېرقانونه توګه شتمنۍ جوړې کړي دي.

نېب دغه خبره د لاهور هايکورټ ته د 20 مخکنيو پلټنو په اړه ورکړي ځواب کې کړې ده، چودريانو دغه پلټنې په عدالت کې چېلنج کړې وې.

مسلم ق ډله دا وخت د پاکستان تحریک انصاف سره په حکومت کې په اتحاد کې شامله ده.

نېب ويلي په پلټنو کې مالومه شوې چې د شجاعت حسېن دکورنۍ شتمنۍ د 1985 نه 2018م پورېې دوه نيم اربه روپۍ سېوا شوي دي، او ورسره شريکه برخه يې د دوه ملينو نه پينځه مليونو ته سېوا شوې ده.

دغه رنګ ويل شوي د هغه کورنۍ د 123 ملينو روپو جایدادونه اخستي او زامنو ته يې د يو اعشاريه پينځه اربه روپو قرضې ورکړي دي.

ويل شوي د چودري اکاؤنټ ته د بهر نه د 2004م راهسې 581 روپۍ هم راغلي دي.

د ډان ورځپاڼې د رپوټ ترمخه د پروېز الهي او د کورنۍ شتمنۍ يې د 1985 نه د 2018 پورې د څلورو اربه روپو پورې سېوا شوي دي، او شریکه برخه يې درې اربه روپو ته رسېدلې ده.

نېب ويلي چودريانو ته بيا بيا خبر ورکړی خو دوی دغه اداره نه ده مطمين کړې.

خو بل لور د چودريانو د کورنۍ وياند ويلي نېب تل د سیاسي انتقام دپاره کارېدلې او د چودريانو پرضد هم سياسي مقدمې جوړې شوي او بيا تړل شوي دي.

د نېب ادارې په اړه په پاکستان کې دننه نيوکې کيږي چې دا اداره د سياسي انتقام دپاره کاريږي.

د پاکستان تحریک انصاف په حکومت د سياسي انتقام دپاره د نېب کارولو تورونه لګي خو حکومت دغه تورونه ردوي او نېب هم وايي د فشار پرته خپل کار ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG