لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د رافیل الوتکو وروسته هند فرانسې سره د هیمر توغندیو اخستو تړون کړی


هندي مطبوعات وایي فرانس څخه د رافیل جنګي الوتکو اخستو وروسته اوس هند ددغه هیواد سره د “هیمر” توغندیو اخستو تړون هم کړی دی

دهندي خبري شبکې زي نیوز په رپورټ کې ویل‌شوي چې په ۲۹م جولایي به د فرانس څخه پینځه رافیل جنګي الوتکې د هند امباله هوایي اډې ته ورسیږي.

په راپورټ کې راغلي چې هند اوس د فرانس نه د هیمر توغندیو اخستو پریکړه کړې چې دغه توغندي د ۶۰نه نیولې تر ۷۰ کلو میټره واټن خپل هدف په اسانۍ سره په نخښه کولی شي.

د راپورونو له مخې فرانسوي چارواکو هند ته باور ورکړی چې دا توغندي به ډیر زر هند ته وسپاري.

دهندي دولتي سرچینې وایي فرانس دا هیمر توغندي په یو بل هیواد پلورل خو په بیړني توګه یې دهند په غوښتنه اوس هند ته سپاري.

په وسلو پوهه لرونکي وایي چې هیمر توغندي په سختو غرئیزو سیمو کې د سمڅو اؤ نورو تنصیباتو د تباه کولو توان لري.

هند د فرانس نه د هیمر توغندیو داخستو دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې په دې وروستیو کې یې په لداخ سیمه کې چین سره په پوله تاؤ تریخوالی پیدا شو اؤ د دواړو خواؤ د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتو کې یو شمیر عسکر هم وژل شوي وؤ.

لداخ هم یوه غرییزه سیمه ده چې زیاتره وخت پکې د هند اؤ چین پوځونه یو بل ته سترګې برندوي.

په کال ۲۰۱۶م کې هند د فرانس څخه د ۶۰ کروړه ډالرو په ارزښت د۳۶ رافیل جنګي الوتکو تړون کړی ؤ چې په هغې دهند اپوزیشن ګوندونو پوښتنې راولاړې کړې وې.

دهند ددفاعي چارو څېړونکي وایي د رافیل جنګي الوتکو دهند‌ هوایي ځواک کې له ورکډيدو وروسته به هند ددې جوګه شي چې په هوا کې د چین اؤ پاکستان دهوایي ځواکونو مقابله وکړي.

XS
SM
MD
LG