لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنډۍ:په زړه دښمنۍ دیوې کورنۍ پینځه ښځې اؤ څلور ماشومان وژل شوي


دغه خونړۍ پېښه د جمعې په شپه د چونترا تاڼې په سیمه حد کې شوي چې دغلته په زړه دښمنۍ یوې ډلې دبلې ډلې په کور کې ډزې کړی‌ دي.

پولیس چارواکي وایي دپینډۍ په کلیواله سیمه میال کې په زړه دښمنۍ یوې ډلې دبلې ډلې په کور کې ناتاره ډزې کړي چې په دغو ډزو کې دښځو اؤ ماشومانو په ګډون نهه تنه وژل شوي اؤ درې ماشومان ژوبل شوي دي.

دپینډۍ دپولیسو مشر احسن یونس میډیا ته ویلي دغه خونړۍ پېښه د جمعې په شپه د چونترا تاڼې په سیمه حد کې شوي چې دغلته په زړه دښمنۍ یوې ډلې دبلې ډلې په کور کې ډزې کړی‌ دي.

دپولیس سرچینو وینا ده چې په ډزو کې ددغه کور پینځه میرمنې اؤ څلور ماشومان وژل شوي اؤ درې ماشومان ژوبل دي.

د وژل شوؤ ماشومانو عمرونه د یو کال نه نیولي تر درېوؤ کالو ښودل شوي دي.

پولیس وایي د اظهر اؤ ربنواز د کورنیو ترمنځ د ډیرې مودې راهسې بدي روانه وه اؤ څو ورځې وړاندې هم د دوئ ترمنځ ډزو کې د ربنواز د کورنۍ یوه میرمن وژل شوې وه.

د راولپنډۍ ښار د پولیسو مشر یا ایس ایس پي رسنیو ته ویلي چې پېښه کې ککړ دوه کسان پولیسو نیولي اؤ وسله یې هم ترې ترلاسه کړې ده خو ډزې چې کومې ډلې کړي دهغې دمشر نیولو دپاره عملیات روان دي.

پاکستاني رسنۍ وایي دپنجاب وزیراعلی عثمان بزدار هم په میال سیمه کې د رامنځته شوې دې پېښې په کلکه نوټس اخستی اؤ دپولیس مشرانو نه یې دپېښې په هکله رپورټ غوښتی دی.

دپنجاب پینډۍ ښار دخیبر پښتونخوا صوبې سره جوخت پروت دی اؤ په خیبر پښتونخوا اؤ پینډۍ کې اکثر د زړو دښمنیو په اساس دغسې وژنې کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG