لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د خبریال او ټولنیز فعال انور کېتراڼ د وژنې مقدمه درج، صوبایي وزیر پکې تورن


واشنګټن ــــ د بلوچستان د بارکهان ضلعې لېویز پولیسو په دې سیمه کې دوې ورځې وړاندې د سټیزن خبریال او ټولنیز فعال انورجان کېتران د وژنې په تور د صوبایي وزیر سردار عبدالرحمن کېتراڼ د دوو ساتونکو په ضد مقدمه شوې او پخپله هغه هم پکې تورن کړل شوی دی.

د بارکهان لېویز تاڼې ته د انور جان کېتراڼ ورور اکبر خان ولد غلام رسول درخواست ورکړی او پکې ویلي یې دي چې ورور یې د جولای پر 23مه ماځیګر مهال کور ته په خپل موټرسایکل روان وو، چې وایي د ناهړکوټ‌ کلي پر جلي موړ دوه تنه ورته ودرېدل، پر هغه یې ناببره ډزې وکړې او ځای پر ځای یې و واژه.

وي او اې ډیوه ته په را رسېدلې ایف ای آر کاپۍ کې لیکل شوي چې دغه دوه وسلوال نادر جان او آدم خان د خوراک او خیرښېګړې د صوبایي وزیر سردار عبدالرحمن کېتراڼ ساتونکي دي، چې د لېویز پولیسو په وینا تر اوسه نه دي نیول شوي.

د انور جان کېتراڼ ورور اکبر خان په ایف ای آر کې تور پورې کړی چې د ورور د وژنې سبب یې له هغه سره د عبدالرحمن کېتراڼ مخالفت دی او وایي انور جان ته یې څو واره ویلي وو، چې خبریالي پرېږدي.

خو صوبایي وزیر عبدالرحمن کېتراڼ دا تورونه رد کړي او وایي‌ نه د انور جان په وژنه کې لاس لري او نه د لېویزو په لومړني رپوټ کې په نخښه کړل شوي کسان د ده ساتونکي دي. صوبایي وزیر کېتراڼ د وي او اې ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني ته ویلي:

"انور جان صحافي نه وو خلک یې تنګول، له ډېرو خلکو سره يې بد کړي وو، بلک مېلر وو، زه په کراچۍ کې يم، ما نه دی وژلی او نه په ايف ای آر کې درج شوي کسان زما باډي ګارډز دي، زما نوم زما سياسي مخالفينو پکې درج کړی دی".

د انور جان کېتراڼ بل ورور غلام سرور کېتراڼ تور پورې کوي او وایي د عبدالرحمان کيتران ساتونکو یې ورور ځکه وواژه چې هغه د خبريالۍ له لارې خلکو ته ریښيتيا ښودل، وایي انور جان وصيت ورته کړی وو که هر څه ورسره وشي ذمه وار يې سردار عبدالرحمان کېتراڼ دی.

د بارکهان ضلعې مرستيال کمشنر ګل محمد خلجي وي او اې ډيوه ته وويل د انور جان په قتل کې د تورنو کسانو د نيولو هڅې روانې دي او ډېر ژر به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

انورجان کېتران د بلوچستان ايالت د بارکان سيمې اوسېدونکی وو، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې به یې د خپلې سیمې ستونځې را برسېره کولې او وخت په وخت به یې د سیمې پر سرداري‌ نظام نیوکې هم کولې.

د انور جان د وژنې په ضد د پاکستان مشهورو خبريالانو، مدني او سياسي فعالانو او د خبریالانو تنظیمونو سخت خفګان او غبرګون ښودلی او له حکومته يې د هغه کورنۍ ته د انصاف غوښتنه کړې ده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG