لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قرېشي: د ایف اې ټي ایف له خړ نوملړه د وتلو لپاره مو اته قانوني مسودې تیارې کړې


واشنګټن ـــــ د پاکستان خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وایي د غیر قانوني پیسو د لېږلو رالېږلو او د ترھګرو د مالي مرستې د څار ادارې ایف اې ټي ایف له خړ‎ نوملړه د وتلو دپارہ د قانون سازۍ ضرورت دی او وایي په دې برخه کې یې د اپوزیشن ګوندونو باور هم تر لاسه کړی.

شاه محمد قرېشي د شنبې- خالي په ورځ په ملتان کې رسنیو ته وویل، د غیرقانوني پیسو د لېږلو او د ترھګرو د مالي مرستې درولو د پارہ یې اته قانوني مسودې یا بلونه تیار کړ‎ي چې وایي یو بل پکې د احتساب د ادارې نېب په قانون کې د بدلون په اړ‎ہ ھم دی.

د بهرنیو چارو وزیر تور پورې کړ چې وایي هندوستان هڅه کوي پاکستان د ایف اې ټي ایف تور نوملړ ته واچوي، وایي که داسې وشول نو دا به د پاکستان د اقتصاد لپاره خرابې نتیجې ولري.

قرېشي زیاته کړه چې حکومت یې په هر قیمت هڅه کوي هېواد له داسې حالته و ژغوري او وایي په دې برخه کې یې پاخه ګامونه اخیستي چې پاکستان د ایف اې ټي ایف له خړ نوملړه وباسي او بیرته یې سپین فهرست ته واچوي.

څېړ‎نکار او خبریال ذیشان حیدر وایي تر نړ‎یوال فشار او کرونا وبا وروسته د اقتصاد نور اغېزمنېدو له کبله له پاکستان سرہ اوس د ایف اې ټي ایف د اندېښنو له ختمولو پرته بله لار نه شته. ذیشان حیدر وي او اې ډیوه ته وویل:

"د پاکستان پر سر د ایف اې ټي ایف توره له اوږدې مودې راهیسې ځړېږي، تر نړیوال فشار او د کرونا وبا له اغېزو وروسته پرته د هند فشار هم ورباندې موجود دی نو دا مسئله باید حل شي".

ذیشان حیدر وایي د پاکستان په پارلماني تاریخ کې دا به لومړی ځل وایي چې حکومت به د قانون سازۍ لپاره پخپله اپوزیشن ګوندونو ته قانوني مسودې وړاندې کوي او له هغوی څخه به غواړي په منظورولو کې ورسره مرسته وکړي:

"حکومت او اپوزیشن ګوندونو به د نېب په قانون کې د بدلون خبرې کولې خو اوس د سپریم کورټ له خوا د نېب په اړه تر سخت عکس العمل وروسته سیاسي ګوندونو ته موقع په لاس ورغله چې څومره ممکنه وي په دې قانون کې بدلون راولي".

شاه محمود قرېشي وویل له پاکستان سره نور وخت نه شته او باید په ثبوت ورسوي چې د ایف اې ټي ایف له غوښتنو سره سم یې د ترهګرو د مالي سرچینو د بندولو او د غیرقانوني پیسو د لېږلو په ضد یې ګامونه اخیستي دي، هله به له خړ نوملړه ایستل کېږي.

ایف اې ټي ایف په 2018م کال کې پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو د نه بندولو په تور خړ فهرست ته واچاوه او ترې ویې غوښتل چې د 2019م کال تر پایه د دې ادارې غوښتنې پوره کړي، خو د کرونا وایرس له کبله یې دغه وخت وغزېد مګر په تېره جون میاشت کې یې پخپله آنلاین غونډه کې پاکستان بیرته په خړ لیسټ کې پرېښوو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG