لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان سوله کې مهم پرمختګ،زلمی خلیلزاد دقطر،پاکستان اؤ افغانستان په سفر روان شوی


افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی طالبانو،افغان دولت اؤ پاکستاني چارواکو سره دلیدنو په موخه دسیمې په سفر روان شوی دی اؤ ټاکل شوې ده تر دې وروسته به دبلغاریه اؤ ناروی سفر هم وکړي.

دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند پخپل یو بیان کې ویلي پخپل دې سفر کې به زلمی خلیلزاد دبین الافغاني خبرو دپیل نه وړاندې دپاتې ستونزو په هواري ټینګار کوي.

د ویاند له مخې زلمی خلیلزاد به هڅه وکړي چې طالبان اؤ افغان دولت د بندیانو تبادلې اؤ دتاؤتریخوالي کچې راټیټولو ته اماده کړي.

بیان کې راغلي چې اسلام اباد ته په رسیدو به افغان سولې دپاره امریکایي استازی دبین الافغاني خبرو لړ کې دپاکستان دملاتړ اؤ هلو ځلو دلا سیوا کولو هڅه وکړي.

همدا شان قطر،پاکستان اؤ افغانستان ته له سفر وروسته به زلمی خلیلزاد د د اوسلو اؤ صوفیه په سفر کې دافغان سولې په اړوند پرمختګ کې دناټو غړو هیوادونو ته احوال تیروي.

دبهرنیو چارو د وزارت په دې بیان کې دبین الافغاني خبرو اترو په اړوند ویل شوي چې ټولې خواوې دخبرو پیل کلو خوا ته نزدې شوي دي چې له دې وروسته مهم ګام دافغانستان د څلویښت کلنې جګړې پائ ته رسول دي.

دبیان له مخې دبندیانو تبادله کې مهم پرمختګ شوی دی خو ددې معاملې دبشپړه هواري دپاره لا نورې هڅې هم اړینې دي.

تر دې وړاندې دجمعې په ورځ زلمي خلیلزاد ویلي وؤ افغانستان کې د تاؤتریخوالي زیاتې پېښې مخې ته راغلي خو بیا هم دتیرکال په پرتله دافغان امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمنځ شوؤ نښتو کې دافغان عسکرو د وژنې کچه د ۲۳نه تر ۴۰فیصدو راټیټه شوې ده.

دامریکه دننه افغانستان کې دامن په نوم راجوړ شوي کانفرنس ته د ویډیو لنک دلارې خپله وینا کې هغه دا هم ویلي وؤ چې د فرورۍ په میاشت کې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دشوي تړون راپدیخوا افغانستان کې هیڅ یو امریکایي یا ائتلافي پوځي نه دی وژل شوی.

خو دزلمي خلیلزاد ددې دریځ برعکس بیا افغان چارواکي دعوه لري چې دامریکا اؤ طالبانو دسولې نه وروسته دتشدد لړۍ چټک شوې اؤ طالبانو په سوؤنو امنیتي عسکر اؤ ملکي وګړي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG