لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دملګرو ملتونو رپورټ:شپږو زرو نه زیات پاکستاني طالبان اوس هم افغانستان کې فعاله دي


ملګري ملتونه وایي افغانستان کې اوس هم د شپږو زرو نه نیولي شپږنیمو زرو پورې پاکستاني ترهګر فعاله دي چې دې کې زیاتره دپاکستاني طالبانو ډلې سره تړاؤ لري.

کال ۲۰۱۹ اؤ ۲۰م کې په نړیواله کچه دترهګرو دفعالیتونو په اړوند دملګرو ملتونو دامنیت شورا خپور کړي خپل راپور کې ویلي افغانستان کې فعاله ترهګر دافغانستان دننه خپلې پټې ځالې پاکستان کې دخپلو هدفونو په نخښه کولو دپاره کاروي.

په ډان ورځپاڼه کې دخپور شوي دې راپور له مخې دپاکستان طالبانو ډله ټي‌ ټي پي افغانستان کې فعاله مرکزي ترهګره ډله ده چې زیات پام یې دپاکستان لوري ته دی اؤ ددې ډلې غړي په نورو ترهګرو ډلو کې هم فعالیتونه لري.

راپور کې ویل شوي افغانستان کې موجود په زرګونو پاکستاني ترهګر دپاکستان اؤ افغانستان دواړو دپاره یو ګواښ دی.

د راپور له مخې دپاکستاني طالبانو د ډلې مشري امیر نور ولي پغاړه لري اؤ قاري امجد ددې ډلې مرستیال مشر اؤ محمد خراساني یې ویاند دی.

دملګرو ملتونو په دې راپور کې ویل‌ شوي چې دپاکستاني طالبانو ډلې پاکستان کې د مهمو بریدونو پړه پغاړه اخستې ده اؤ دداسې رقم بریدونو په لړ کې یې جماعت الاحرار اؤ لشکر طیبه ته هم اسانۍ برابرې کړي دي.

راپور کې دا هم ویل شوي چې د ټي ټي پی یو شمیر پخواني غړي عراق کې د داعش اؤ داعش خراسان لیکو ته ورګډ شوي اؤ “دملګرو ملتونو غړي هیوادونه داسې محسوسوي چې دا ډله اؤ دې سره پیوست نورې ډلې به هم ځانونه د داعش خراسان لیکې ته ورګډ کړي”

دپاکستاني طالبانو د ډلې پخوانی مشر مولوي فضل الله هم په ۱۳م جون کال ۲۰۱۸م کې دافغانستان په کونړ ولایت کې دائتلافي ځواکونو په یو ډرون برید کې وژل شوی ؤ.

همداشان دپاکستاني طالبانو بل مشر ملا یاسر کال ۲۰۱۸م کې په څلورمه جولایي دافغانستان کونړ ولایت کې په یو هوایي برید کې وژل شوی ؤ.

پاکستاني چارواکي دعوې کوي چې د ټي ټي پي ګڼ شمیر مشران اؤ وسله وال په کونړ ولایت کې پټ دي اؤ له دغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.

خو افغان دولت بیا وایي چې هغوئ دافغانستان په خاوره هر هغه ترهګر په نخښه کړی چې پاکستان ور په ګوته کړی ولې برعکس پاکستان تر اوسه خپله خاوره کې دموجودو هاغو ترهګرو په ضد ګامونه نه دي اخستي چې افغانستان ور په ګوته کړي دي.

XS
SM
MD
LG