لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پشتين: پي ټي اېم سره د امن نعره او د روغې لاره ده


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي د پي ټي اېم سره يوه لاره ده او هغه د امن نعره او د روغې جوړې لاره ده.

وي او ای ډيوه سره په ځانګړو خبرو کې پشتين د حکومت سره د خبرو کولو په اړه وويل،"مونږ خو جوړې ته ناست يو مونږ سره خو بله لار نشته د امن نعره ده د جوړې لار ده، د بد امنۍ زمونږ سره وسايل نشته که څوک دعوه کوي هسې به يې کوي".

هغه وويل د دوی سره قلم دی چغه ده نعره ده خوله ده او دا څيزونه ډزيږي نا.

د جون په مياشت کې د حکومت د دفاع مرکزي وزیر پروېز خټک پي ټي اېم ته د خبرو بلنه ورکړې وه.

له دغې وروسته پي ټي اېم هم د حکومت سره د خبرو ويلي چې تيار دي چې د حکومت سره خبرو ته کښېني خو ورسره یې زياته کړې وه چې حکومت دې خبرو ته سنجيده شي.

منظور پشتين وايي دوی تراوسه پورې د خبرو په لړ کې ټولې غوښتنې نه دي وړاندې کړي البته دوی د اعتماد په ځای کولو خبره کړې ده.

"مونږ ورته دغه شرط کېښودی چې د پي ټي اېم اعتماد خو بحال کړئ او د اعتماد بحالۍ دپاره حنيف پشتين راخلاص کړئ چې واقعي مونږ ته مالومه شي چې تاسو (حکومت) خبرو ته سنجيده دی خو تراوسه دوی څه نه دي کړي".

پشتين وايي په پښتنه خاوره امن غواړي او د امن دپاره روغې جوړې ته تيار خلک يو او بل اړخ ته د ظلم او جبر لاره خپله کړی شوې ده او پي ټي اېم د پرامن احتجاج لاره نيولې ده.

هغه زياته کړه د پښتون وطن په امن کېدو دپاره په پرامنه ډول د احتجاج فشار به په دوی ساتي چې دا مسلې حل کړي.

پروېزخټک له دې وړاندې هم د روان کال جنورۍ په مياشت کې پي ټي اېم سره د خبرو کولو ويلي ؤ.

د دفاع وزیر د پي ټي اېم سره د مذاکراتو خبره هغه وخت کړې وه چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په ۱۲م جنورۍ د بنو په جلسه کې په پښتنو سياسي مشرانو د يو کېدو غږ کړی ؤ، چې د پښتنو د مسلو دپاره يو اتفاق وکړي پي ټي اېم يې ملګرتيا کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ سره له دې وړاندې هم د حکومت په استازيتوب ځینې جرګې او خبرې اترې شوي خو پي ټي اېم وايي د دوی سره د سنجیده خبرو هڅه نه ده شوې او تل پرې وخت تېر کړی شوی دی.

له دې وړاندې د پاکستان پوځ او حکومت په پي ټي اېم د بهر هېوادونو څخه د پېسو اخیستو تورونه لګولي خو پي ټي اېم د غورځنګ پرضد لګول شوي تورونو رد کړي او وايي د تورونو ثبوتونه دې مخې ته راوړل شي، پي ټي اېم وايي په پرامنه ډول د عدم تشدد او ائين د لارې د حقونو مبارزه کوي.

د پي ټي اېم د هلوځلو کمولو په اړه منظور پشتين وايي، چې کله د کرونا مرض راغلو نو د اولس په خاطر پي ټي اېم فېصله وکړه چې د ګڼې ګوڼې نه دا مرض سېوا کيږي نو ځکه دوی خپلې هلې ځلې کمې کړې او ځینې يې تر يو حده ختمې کړې.

هغه وويل نور د پي ټي اېم په توان کې هيڅ کمی نه دی راغلی خپله مبارزه دوامداره ساتي.

XS
SM
MD
LG