لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ظفر مرزا: په پاکستان کې د کرونا څخه په يوه مياشت کې تر ټولو کم 20 تنه مړه شوي


په روغتیایي چارو کې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړی مرستیال ډاکټر ظفر مرزا وایي، په درې میاشتې موده کې د کرونا وايرس څخه تر ټولو کمې مړينې رپوټ شوي دي.

هغه ویلي په 20م جون د 153 کسان د مړينې په مقابله کې په تېرو 24 ساعتونو کې 20 تنه د کرونا څخه مړه شوي دي.

نوموړي په ټويټ کې ویلي، د کرونا څخه په مړينو کې 87 فيصده کمی راغلی خو اوس پکار ده چې بې پرواهي ونه شي.

په پاکستان کې د کرونا وایرس له امله په تېر شوا روز کې نور 20 تنه مړه شوي او په 1176 نورو کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړو ټوله شمېره 5842 ته رسېدلې او په دوه لکه 74 زره288 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی چې پکې د سرکاري شمېرو ترمخه دوه لکه41 زره 26 کسان ښه شوي هم دي.

ویل شوي دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 1229 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

د سرکاري شمېرو ترمخه کرونا وايرس تراوسه پورې تر ټولو زيات کسان په سند صوبه کې مړه کړي چې شمېره يې 2151 ده او په پنجاب کې 2116 کسانو د کرونا له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

په خېبرپښتونخوا کې 1178، اسلام اباد کې 164 او بلوچستان کې 136 کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG