لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چين په چينګډو کې د امریکا قونصلګرۍ وتړله او په خپل لاس کې يې واخسته


چين ويلي په خپل ښار چينګډو کې يې د امریکا قونصلګري تړلې او په خپل لاس کې يې اخستې ده، چين دغه کار د امریکا لخوا په هيوسټن کې د چين د قونصلګرۍ د تړلو په ځواب کې کړی دی.

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویلي امریکايي سفارتکارو په ځایی وخت لس بجې قونصلګري خالي کړې د ودانۍ څخه يې خپل بېرغ لرې کړی د چين چارواکي تللي او ودانۍ يې سمبال کړې ده.

د راپورونو ترمخه د اتوار/ يکشنبې په ورځ د قونصلګرۍ د ودانۍ څخه د عملې د وتلو په مهال کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي وو.

د چين د بهرنيو چارو وزارت تور لګولی په قونصلګرۍ کې څو کارمندانو په داسې هلوځلو کې لاس درلود کوم چې د دوی د شناخت سره سم نه ؤ.

چين د جمعې په ورځ په چينګډو کې د قونصلګرۍ د تړلو امر کړی ؤ، له دې وړاندې امریکې په ټېکساس هيوسټن کې د چين د قونصلګرۍ تړلو امر کړی ؤ.

ټرمپ په هيوسټن کې د چين د قونصلګرۍ د بندېز د امر سره ویلي ؤ، د چين ايجنټان په ټېکساس کې د طب سره د څيړنو پټولو هڅه کوي.

چين د امریکا د تورونو رد کړی او ويلي يې ؤ د دغه ګام ځواب به ورته ورکولی شي.

په وروستيو کې د امریکا او چين ترمنځ سفارتي اړيکې ترينګلې شوي دي.

د امریکا او چين ترمنځه د سوداګرۍ، کرونا وايرس په اړه د ګامونو نه پورته کولو، جاسوسۍ په تور او هانګ کانګ کې د امنيت د نوي قانون په ځای کولو ترڅنګ د ايغور مسلمانانو د حقونو په اړه د دواړو ملکونو ترمنځ تعلقات د تريخوالي ښکار دي.

XS
SM
MD
LG