لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا او نړۍ کې د کورونا ورستی حال


واشنګټن - په ټوله نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱۶.۴ میلیونو او پرې د مړو شویو کسانو شمېر له ۶۵۲۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۴.۳ میلیونو څخه زیات شوی او یواځې د اتوار یا یکشنبې په ورځ پکې ۵۵۰۰۰ نوې پېښې رپوټ شوي دي.‌

په جنوب ختیځ ایالت فلورېډا کې چې د تېرې میاشتې راهیسې پکې د کورونا زیاتې پېښې وې، یواځې د یکشنبې یا اتوار په ورځ پکې تر ۹۳۰۰ زیاتې پېښې رپوټ شوي دي او د امریکا په ایالتونو کې دوهم ځای ته کوز شوی.

یواځې کالیفورنیا چې ګڼ میشتی ایالت دی تر فلورېډا د کورونا زیاتې پېښې لري.

فلورېډا پسې د کورونا د زیاتو پېښو له امله نیویارک او ټکساس ایالتونه دي.

روغتیايي چارواکي د کورونا د پېښو زیاتوالی د کاروبارونو او عامه ځایونو له وخته مخکې پرانېستلو سره تړلي ګڼي ځکه دوی وايي، زیات خلک ماسکونه نه تړي او ټولنیز واټن هم نه ساتي.

په فلورېډا کې د بېسکټبال سیالۍ ځنډېدلي دي ځکه په ګڼو لوبغاړو کې یې کورونا مثبت شوې ده.

د بېسکټبال د ۲۰۲۰ کال د سیالیو لړۍ له دري میاشتني ځنډ وروسته تېره اونۍ پیل شوې ده او د ۱۶۲ لوبو پرځای به یواځې ۶۰ لوبې ترسره کړي.

د نېږدې ۳۰ ټیمونو په ګڼ شمېر لوبغاړو کې کورونا مثبت شوې ده.

بل پلو په سېنېټ کې جمهوري غوښتونکي یا ریپلېکنز تمه لري د ګل یا دوشنبې په ورځ به د یو ټریلین ډآلرو په ارزښت د کورونا د نویو مرستو بسته په ډاګه کړي.

دا په داسې حال کې چې په امریکا کې د بې کاره شویو میلیونونو کسانو سره د مرستې لړۍ څو ورځې وروسته پای ته رسېږي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچن او د سپینې ماڼۍ لوی درستیز مارک میډوز د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، په دغه اقتصادي بسته کې له بې روزګاره کسانو سره مرسته شامله ده خو د هغوی د پخوانیو پیسو ۷۰ فیصده به وي.‌

د بې روزګاره کسانو سره د مرستو بهیر د جمعې په ورځ پای ته رسېږي د کوم په ترڅ کې چې هر بې کاره شوي کس ته د حکومت لخوا د اونۍ ۶۰۰ ډالره ورکول کېدل.

اسپانیې د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل چې دغه هېواد د سیلګرو لپاره نور خوندي دی او پر برتانیې یې له دې امله نیوکې کړي چې له هسپانیې څخه په ورتلونکو مسافرو یې د کورونا له امله دوه ورځنی قرنطین لګولی.

د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې ارنچا ګونزالېس خبریالانو ته وویل، "اسپانیه خوندي ده هم د هسپانویانو لپاره او هم د سیلانیانو لپاره ده."

هغې وویل، چې اسپانیه به برتانیه دې ته وهڅوي چې د بلیریک او کنري جزیرې له قرنطین څخه وباسي ځکه دوی وایي چې د سیالانیانو په دغو دوو ځایونو کې حتی د برتانیې په پرتله هم د کورونا پېښې کمې دي.

برتانویانو تېر کال اسپانیې ته د سیلانیانو پنځه فیصده جوړول او دا په دې معنی چې د برتانیې لخوا په دوی باندې د قرنطین لګول د دوی د اقتصاد د بېرته رغېدو چارې له خنډونو سره مخ کوي.‌

خو په اسپانیه کې د تېرو څو اونیو په اوږدو کې د کورونا پېښې زیاتې شوې دي چې له امله یې برتانیه مجبوره شوه د خالي یا شنبې په ورځ اسپانیه د هغو هېوادونو له کتار څخه وویست چې د سفر لپاره خوندي بلل کېږي.‌ له دغه اعلان څخه څو ساعته وروسته قرنطین پر ځای کړای شوی دی.

ویتنام وروسته له هاغې د سیلانیانو د عامه پوهاوي بهیر پیل کړ کله چې په ډننګ سیمه کې ګڼ کسان کورونا ونیول.

د ویتنام حکومت په یو بیان کې ویلي چې له یادې سیمې څخه د ۸۰۰۰۰ کورنیو سیالانیانو وتل به لږ تر لږه څلور ورځې وخت ونیسي. دغه هېواد لا تر اوسه هم د بهرنیو سیالانیانو پر مخ تړلی دی.‌

د اسټرالیا په وکټوریا کې د ګل یا دوشنبی په ورځ د ۵۳۲ نویو پېښو خبر ورکړل شوی او چارواکو یې خبرداری ورکړی چې لاک ډاون به یې له ټاکل شویو شپږو اونیو څخه نور هم اوږد شي.‌

XS
SM
MD
LG