لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حزب الاحرار ډلې په ګلګت بلتستان کې د پینځو پولیسو د وژنې ذمه واري ومنله


فایل عکس.
فایل عکس.

د پاکستان دانتظام لاندې دګلګت بلتستان په چلاس سیمه کې د پولیسو اؤ وسله والو ترمنځ نښته کې د پینځو پولیسو په ګډون اووه تنه وژل شوي اؤ څلور پولیس عسکر ژوبل شوي دي، چې ذمه واري یې حزب الاحرار ډلې منلې ده.

دپاکستاني رسنیو له مخې دغه پېښه دنهې په شپه د دیامر ضلعې د مرکز چلاس نه دڅو کلو میټره په واټن پرته سیمه رونئ کلي کې مخې ته راغلې ده.

دپولیسو وینا ده چې په دغه کلي کې د مخرورانو د شتون په اطلاع پولیسو عملیات وکړل چې په دغه موقعه وسله والو په پولیسو ناتاره ډزې کړي دي.

پولیس سرچینو ویلي چې د وسله والو په ډزو کې دترهګرۍ مخنیوي محکمې دپولیسو یو افسر سب انسپکټر سهراب خان اؤ څلور نور عسکر وژل شوي اؤ‌ څلور پولیس عسکر ژوبل شوي هم دي.

د ډاکټر عبدالعزیز یوسفزي په نوم تن- چې ځان د حزب الاحرار ډلې ویاند بولي- رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې دعوه کړې چې د چلاس په برید کې یې اووه پولیس وژلي دي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ‌ ترمخه په دغه پېښه کې دوه عام خلک هم په ګولیو لګیدلي اؤ‌ وژل شوي دي.

تر دې وړاندې په دې وروستیو کې دبلوچستان په کیچ سیمه کې هم د ترهګرو په ډزو کې یو امنیتي عسکر وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي وؤ .

همدغه شان اګست کال ۲۰۱۸م کې د ګلګت نه ۴۰ کلو ميټره لرې کارګاه ناله سیمه کې دپولیسو په څوکۍ دترهګرو ډزو کې درې پولیس عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG