لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کوېډ ۱۹ دوه واکسینونه په انساني ازمېښت کې وروستي پړاو ته رسېدلي دي


واشنګټن – په امریکا کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د کوېډ ۱۹ د دوو واکسینونو پراخ ازمېښت پیل شوی تر څو وموندل شي چې څومره خوندي او اغیزناکه دي.

د جیورجیا په ساوانا کې یو رضا کار ته د ګل یا دوشنبې په ورځ د هغه واکسین لومړنی ډوز ورکړل شو چې د مډرنا په نامه د امریکا د یوې درمل جوړونکې کمپنۍ او د الرژۍ او مکروبي ناروغیو د ملي انسټیټیوټ د څېړونکو لخوا په ګډه جوړ شوی دی.

دغه رضا کار د هغو ۳۰۰۰۰ کسانو له ډلې څخه لومړی دی چې په امریکا کې به ورته په راتلونکو اونیو کې د کورونا دوه ډوزه واکسین په ازمايښتي ډول ورکړل شي.

ددغه واکسین د ازمېښت په لومړنیو پړاونو کې ثابته شوې وه چې هېڅ رضاکار جدي جانبي اعراض نه دي‌ ښودلي خو تر نیمايي زیاتو یې خفیف او متوسط اعراض لکه ستړیا، سردردي،‌ لړزه، د عضلاتو یا پټو دردونه او د واکسین د ستنې په ځای کې درد تجربه کړی وو.

په امریکا کې د الرژۍ او ساري ناروغیو د ملي انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي خبریالانو ته وویل،‌ ددغه واکسین د وروستي پړاو ازمېښت پایلې به په نومبر کې اعلان شي.

کچېرې دا ازمېښت بریالی شي نو مډرنا به په کال کې ۵۰۰ میلیونه ډوزه واکسین جوړ کړي له دې هیلي سره چې یو بیلین ته به ورسېږي او پیل به یې له ۲۰۲۱ کال څخه وي.‌

یاد واکسین د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا په چټکۍ سره د واکسین جوړولو د پروګرام برخه ده چې غواړي تر جنورۍ پورې ۳۰۰ میلیونه ډوزه واکسین تیار کړي.‌

مډرنا ددغه پروګرام لاندې یو بیلین ډالره ترلاسه کړي دي چې له دغې ډلې څخه ۴۷۲ میلیونه ډالرو ژمنه ورسره د یکشنبې یا خالي په ورځ د واکسین د ازمېښت د وروستي پړاو د ملاتړ لپاره وشوه.

دوهم ازمایښتي واکسین به چې د امریکا د فایزر او د جرمني د بایوټیک کمپنیو لخوا په ګډه جوړ شوی هم په امریکا، برازیل، ارجینټاین او جرمني کې ۳۰۰۰۰ کسانو ته ورکړل شي.‌

له فایزر سره هم چې په خپلواکه توګه خپلې څېړنې کوي د نېږدې دوه بیلینه ډالرو ژمنه شوې تر څو د کوېډ ۱۹ د واکسین سل میلیونه ډوزه جوړ کړي کچېرې خوندي‌ او اغیزناک وي.‌

په دواړو پروژو کې څېړونکي په پیغام رسونکې یا مسینجر ار ان اې باندې تکیه لري تر څو د خپلو واکسینونو اغیز زیات کړي.

که په لنډه وویل شي نو مسینجر ار ان اې د انسان بدن ته چل ورکوي تر څو په بدن کې کوېډ ۱۹ ته ورته پروټین جوړ کړي چې دفاعي سیستم ته بېګانه ښکاري او پېژني یې.

په داسې حال بیا د انسان بدن چمتو وي چې که ريښتینی وایرس ورپورې شي نو څنګه ورسره جګړه وکړي.

د کوېډ ۱۹ لپاره دغه دوه وروستي واکسینونه په نړۍ کې د کابو ۱۵۰ هغو واکسینونو په ډله کې دي چې د ازمېښت په بېلابېلو پړاونو کې دي.

درې نور نوي واکسینونه چې ډېر ژر به وروستي پړاو ته داخل شي هغه د امریکا د نواواکس، جانسن انډ جانسن او اسټرا زېنېکا لخوا جوړ شوي دي.

درې واړه واکسینونه به ۳۰۰۰۰ کسانو ته په ازمایښتي توګه ورکول کېږي او درې واړه د ټرمپ د ادارې لخوا د چټک واکسین جوړولو د پلان لاندې کار کوی.‌

دا مهال په نړۍ کې ۱۶.۶ میلیونه کسان په کورونا اخته او له ۶۵۷۰۰۰ څخه زیات مړه شوي دي.‌

په امریکا کې پرې تر اوسه پورې ۴.۴ میلیونه کسان اخته او له ۱۵۰۰۰۰ څخه زیات مړه شوي دي.‌

XS
SM
MD
LG