لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه وايي دا به د وخت نه مخکې وي چې پاکستان د کرونا قابو کولو خوشحالۍ نمانځي


ملګرو ملتونو د کرونا وبا په وړاندې د پاکستان مبارزه ستايلې خو ورسره یې خبرداری هم ورکړی چې که د لوی اختر په مهال بې پرواهي وکړی شوه نو د کرونا پېښې نورې سېوا کېدی شي.

ملګرو ملتونو دغه خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې له دې يوه ورځ وړاندې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي پاکستان يو د نړۍ په هغو هېوادونو کې دی چې د کرونا وبا يې تر ډېره حده قابو کړې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې تراوسه پورې په دوه لکه 76زره 288 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی، 5892 ترې مړه شوي او دوه لکه 44زره883 ترې ښه شوي هم دي.

د شمېرو ترمخه په تېره میاشت کې په پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې تر 90 فيصده پورې کمې شوي دي.

خو په ملک کې مخالفه ګوندونه او ځینې ډاکټران نيوکې هم کوي چې په ملک کې د کرونا وايرس مالومولو معاينې/ ټېسټونه کم کړی شوي ځکه د نوؤ پېښو کم مخې ته راتلل رپوټ کيږي.

په پاکستان کې د يونېسف استازې ائدا ګيرما ويلي، په پاکستان کې د کرونا وبا په لړ کې ښه والی راغلی دی، په ټول ملک کې ښې اشارې ليدل کيږي او دا د ډاډ وړ خبره ده خو دا خوشحالي نمانځل به د وخت نه ډېر مخکې وی.

يونيسف په پاکستان غږ کړی چې حکومت دې د لوی اختر په موقع هغه هڅې نورې سېوا کړي د دې دپاره چې په تېرو اوونيو کې يې کومې کاميابۍ ترلاسه کړي هغه د لاسه ور نه کړي.

د پاکستان وزیراعظم دوه ورځې وړاندې قوم ته په خپله وېنا کې ويلي ؤ که د لوی اختر او محرم په مهال يې احتیاط وکړو او د کرونا وبا سېوا نه شوه دوی کولی شي چې د دغو دوه تهوارونو وروسته ټول تړلي کاروبارونه خلاص کړي.

د يونيسف استازې ويلي کرونا وبا په پاکستان کې د روغتيا په برخه کې ماشومان او ښځې اغېزمنې کړي او د ټيکو يا ويکسينو عمل يې متاثره کړی دی.

هغې ویلي د کرونا وبا له امله په پاکستان کې 40 ملينه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه دي ورکړی شوي کمپاينې پاتې شوي دي.

پاکستان د نړۍ هغه دوېم هېواد دی چرته چې اوس هم پوليوشتون لري، د پاکستان نه علاوه په افغانستان کې د پوليو وايرس شتون لري.

تېره اوونۍ په ملک کې بيرته د پوليو ضد کمپاين پېل کړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG