لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د دوه ګوني تابعیت پسر د وزیراعظم عمران خان دوؤ معاونانو دخپلو چوکیو نه استعفا ورکړه


دپاکستان د وزیراعظم عمران خان دوؤ ځانګړو معاونانو ډاکټر ظفر مرزا اؤ تانیه ایدورس دغبرګوني تابعیت پسر په هغوئ له کیدونکو نیوکو وروسته له خپلو منصبونو استعفاګانې ورکړې دي.

د روانې میاشتې په اوږدو کې دپاکستان د وزیراعظم عمران خان دیو شمیر ځانګړو معاونانو په هکله په رسنیو معلومات خپاره شوي وؤ چې دوه ګونې تابعیت لري اؤ په وزیراعظم نیوکې روانې وې چې حکومت په بهرنیو وګړو چلوي.

د ډیجیټل پاکستان دپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړې معاونې تانیه ایدروس په ټوئټر لیکلي هغې د ولس په ګټه دخپل منصب نه د استعفا ورکولو پرېکړه کړې اؤ خپله استعفا یې وزیراعظم ته لیږلې ده.

تانیه ایدروس په ټوئټر لیکلي هغه به د هیواد خدمت ته د وزیراعظم د فکر په رڼا کې دوام ورکوي .

همدا شان د صحت دپاره د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر ظفر مرزا هم په ټوئټر لیکلي چې چې هغه د دوه ګوني تابعیت پسر په حکومت دکیدونکو نیوکو له امله د خپلې چوکۍ نه د استعفا ورکولو پرېکړه کړې ده.

هغه ویلي د وزیراعظم عمران خان په شخصي بلنه یې د صحت د نړیوالې ادارې ماموریت پرېښودی اؤ پاکستان ته راغلی ؤ اؤ په بشپړه ایماندارۍ سره یې دصحت څانګه کې کار کړی دی.

دپاکستان د قانون له مخې هیڅ یو دپارلیمان غړی یا وزیر غبرګ وګړتوب په لاس کې نه شي لرلی خو معاونانو یا صلاح کارانو دپاره بیا دا بندیز نه شته.

د روانې میاشتې په اوږدو کې د وزیراعظم د معاونانو د دوه ګوني تابعیت په هکله د معلوماتو مخې ته له راتلو وروسته په ټولنیزو رسنیو دمخالفو سیاسي ګوندونو مشرانو، خبریالانو اؤ مدني فعالانو په وزیراعظم عمران خان سختې نیوکې کړي چې په داسې خلکو حکومتي چارې پرمخ وړي چې هغوئ دپردیو وطنونو وګړي دي اؤ دپاکستان دائین سره د وفادارۍ لوړه یې هم نه ده کړې.

دپاکستان موجوده وزیراعظم عمران خان په اقتدار کې له راتلو وړاندې دریځ لرلو چې هغه خلک په اسمبلیو اؤ حکومت کې نه دي پرېښودل پکار چې دوه ګونی تابعیت لري خو پخپل حکومت کې دشپږو ځانګړو معاونانو په اړوند یې لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG