لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاړه چنار:د امنیتي ځواکونو ډزو کې دوه ځایي استوګن وژل شوي،پینځه ژوبل


سرچینې وایي د خیبر پښتونخوا دقبائیلي ضلعې کرم په سرښار پاړه چنار کې دامنیتي ځواکونو په ډزو دوه سیمه ییز اوسیدونکي وژل شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي اؤ په چارسده کې بیا د وسله والو‌ په ډزو کې یو پولیس افسر وژل شوی اؤ یوعسکر ژوبل شوی دی.

دچهارشبنې په ورځ دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ویب ته ویلي د بره کرمې په مالي خیل سیمه کې د ایف سي ځواکونو په یو کور دعملیاتو په مهال ډزې کړي چې په دغو ډزو کې دوه کسان وژل شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي.

ډزو کې د وژل شوؤ کسانو پیژوندګلو د یعقوب علي اؤ حجاب حسین په نومونو شوې ده اؤ د ژوبل کسانو نومونه معراج حسین ،عادل حسین،صفر علي اؤ لاجبر معلوم شوي دي.

سرچینې وایي د ملیشې ځواکونه سیمې ته دعملیاتو دپاره ورغلي وؤ ا‌ؤ دیو کور تالاشي یې اخستې چې په دغه موقعه دسیمې اوسیدونکو کور ته د عسکرو په ننوتلو اعتراض کړی اؤ خبرې ترخې شوي دي.

سرچینې دا خبرو ورانیدو وروسته عسکرو په خلکو ډزې کړي چې پکې دوه تنه وژل شوي اؤ پینځه ژوبل شوي دي.

خو تراوسه امنیتي چارواکو په دغه هکله څه نه دي ویلي.

سرچینې وایي پېښه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان دمالي خیل قبیلې سره تړاؤ لري چې له مودو په دغه سیمه کې میشت دي.

پېښه کې ژوبل کسان د علاج دپاره د پاړه چنار روغتون ته رسول شوي دي چې دغلته د دوؤ زخمیانو حالت مرګونی ښودل کیږي.

په عین حال کې دپېښور سره پیوست د چارسدې په ترلاندۍ سیمه کې وسله والو په پولیسو ډزې کړي چې په دغو ډزو کې د سراج په نوم یو پولیس افسر وژل شوی اؤ د اکرام په نوم پولیس عسکر ژوبل شوی دی.

ترلاندۍ د نستې تاڼې په حدودو کې کلی دی چې ددغه کلي دپاره خپله د پولیسو چوکۍ یا پوسته جوړه کړل شوې ده اؤ ډزو کې وژل شوی پولیس افسر سراج ددغه څوکۍ مشر ؤ.

دپولیس سرچینو ددې پېښې پخلی کړی اؤ وایي د پېښې پلټنې پیل کړل شوي خو تر اوسه پېښه کې دلاس لرنې په تور څوک نه دي نیول شوي.

په پولیسو د ترسره شوي دې برید پړه لا چا‌ پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې خیبر پښټونخوا کې په پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه دپاکستاني طالبانو ډلې پغاړه اخستې ده

XS
SM
MD
LG