لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: له پیوټن سره مې طالبانو ته د روس د انعامونو خبره ونه کړه ځکه دا جعلي خبر وو


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي د روس له صدر ولادیمیبر پیوټن سره یې د هغو تورونو په اړه خبرې نه دي کړې چې ګواکې روس په افغانستان کې د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو پر پوځیانو د بریدونو په بدل کې انعامونه ورکول.

د امریکې اکسیوس نیوز له ولسمشر ټرمپ سره کړې ځانګړې مرکه د شورو- چارشنبې په ورځ‌ خپره کړې چې نوموړی پکې وایي تېره اوونۍ یې له روسي صدر سره په ټیلیفون پر نورو مسایلو خبرې کړې او طالبانو ته د روس د انعامونو ورکولو تورونه یې نه دي‌ ذکر کړي:

"دا [تورونه] زما تر مېزه نه دي را رسېدلي. ته پوهېږې ولې؟ استخبارات دا فکر نه کوي چې دا دې حقیقت ولري، دوی فکر نه کوي چې دا څه اهمیت لري، که دا خبره زما مېز ته را رسېدلې وای ما به ضرور څه کړي وای".

د امریکې د دفاع او استخباراتو چارواکي له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د روس پر لاسوهنه اندېښنه لري او پرله پسې شکایتونه کوي چې ګواکې ماسکو طالبانو ته وسلې او روزنه ورکوي خو روس او طالبانو یې دا تورونه رد کړي‌ دي.

د جولای په لومړۍ نېټه پینټاګان سره له دې چې طالبانو ته د روس د ممکنه انعامونو ورکولو ذکر یې نه وو کړی، خبرداری یې ورکړی وو چې د روس لاسوهنه په زیاتېدو ده، خو ولسمشر ټرمپ پخپله مرکه کې وویل دا تورونه جعلي ښکاري:

"دا داسې یوه موضوع ده چې ډېر خلک یې جعلي ګڼي، نه یواځې زما ملګري بلکې د بوش ادارې ډېر خلک هم دا یوه جعلي موضوع ګڼي، موږ [زه او پیوټن] د [چین] ایټمي وسلو پر پراختیا و ږغېدو چې دا لویه موضوع ده".

په 2018م کال کې په افغانستان کې هغه مهال د امریکایي ځواکونو مشر جنرل جان نیکولسن هم تور پورې کړی وو چې روس طالبانو ته پیسې او وسله ورکوي "موږ پوهېږو چې روس لاسوهنه کوي"، خو ولسمشر ټرمپ د نیکولسن د تورونو په اړه وویل:

"زه خبر نه یم، له جنرل نیکلسنه مې په دې اړه پوښتنه نه ده کړې، هغه اوږده موده هملته [په افغانستان کې] وو خو لویه کامیابه یې را نه وړه، ما طالبانو ته د روس د وسلو ورکولو په اړه اورېدلي وو خو دا خبره زما مېز ته نه ده را رسېدلې".

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تېره جون میاشت کې د امریکایي استخباراتو له خولې ویلي، چې د روس یوې بدنامې استخباراتي ادارې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي او اتحادي پوځیانو د وژلو لپاره د پیسو وړاندیز کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG