امریکې د افغان حکومت او طالبانو هرکلی کړې چې د لوی اختر په موقع يې د اوربند اعلان کړی دی.
د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د شورو/ چهارشنبې په ورځ په يو ټویټ کې ويلي چې امریکا د افغانستان د حکومت او طالبانو لخوا د لوی اختر په موقع د اوربند هرکلی کوي.
خليلزاد ويلي چې د لوی اختر په موقع هغه په خپله، په افغانستان کې د لويديځ د ځواکونو د اتحاديې (نېټو) مشر جنرل اسټن ملر او د امریکې سفير روز ولسن غواړي چې د افغان اولس د لوی اختر رخصتۍ په امن تېرې شي.
نوموړي زیاته کړې امریکا غواړي چې دا لوی اختر د افغانانو يو بل ته رانزدې کېدو سبب وګرځي.
هغه ويلي غواړي چې افغان امنیتي ځواکونه د اولس خدمت وکړي او دوی د ځواکونو مننه کوي.
د افغانستان حکومت او طالبانو د نهې/ سه شنبې په ورځ د لوی اختر په موقع د درېو ورځو د اوربند کولو اعلان کړی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په یو ټويټ کې ویلي، چې د اختر په موقع يې خپلو جنګيالو ته لارښوونه کړې چې هغه به کوم جنګي عمليات نه کوي د دې دپاره چې درې ورځې افغانان د اختر خوشحالۍ وکړي.
خو طالبانو ويلي که افغان ځواکونه د دوی پرضد کوم عمليات کوي هغو ته دې کلک ځواب ورکړی شي.
د افغانستان د صدر اشرف غني وياند صدیق صديقي د طالبانو لخوا د اوربند هرکلی کړی او ويلي يې دي چې افغان اولس د تل پاتې سولې دپاره نېغ په نېغه مذاکرات غواړي.
په کابل کې د امریکې سفير روز ولسن هم په يو ټويټ کې د اختر په موقع د اوربند هرکلی کړی دی.