لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت او طالبان د پاتې بندیانو پر خوشي کولو رضا شوي دي


واشنګټن ــــ په کابل کې له افغان چارواکو سره د سولې لپاره د امریکې د ځانګړي استازي‌ زلمي خلیلزاد تر لیدو وروسته د افغانستان د سولې ملي شورا ویلي، له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې په خبرو کې پرمختګ شوی او دواړه غاړې به ژر پاته بندیان هم خوشي کړي.

د افغانستان د سولې د ملي‌ شورا ویاند فریدون خوځون وي او اې ته وویل، چې د طالبانو له 5000 بندیانو او د افغان ځواکونو له 1000 تنه بندیانو څخه پاته بندیان به یې په راتلونکو ورځو کې خوشي شي.

زلمي خلیلزاد د شورو- چارشنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني، د سولې ملي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو افغان چارواکو سره د ډزبندۍ پر غزېدلو، د بندیانو پر خلاسون او بین الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو خبرې وکړې.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وي او اې ډیوه ته وویل، "په دې کتنه کې د اوربند د غزېدلو، د بندیانو د خلاسېدو بهیر پر بشپړولو،‌ د تاوتریخوالي کمښت او د افغانانو تر منځ د خبرو پر څرنګوالي خبرې شوې دي".

وسلوال طالبان وایي دوی به د لوی اختر تر ورځې د حکومت زر تنه بندیان خوشي کړي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي دوی به له کړې ژمنې سره سم د زر تنه حکومتي بندیانو د خوشې کولو لړۍ بشپړه کړي.

سهېل شاهین په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې نن په بغلان او لوګر ولایتونو کې له خپلو بندیخانو د افغان حکومت 28 تنه عسکر او پولیس بندیان خوشي کړي دي.

سیاسي شنونکی نصرت الله حقپال وايي اوس چې دواړه غاړو د ټولو بندیانو د خوشي‌ کولو ژمنې کړې نور باید دواړه لوري ژر تر ژره بین الفغاني مذاکرات پیل کړي او نور ښکېل اړخونه بهانې ونه لټوي چې یو ځل بیا د سولې پروسه له ستونزو سره مخ کړي:

"دغه ظاهري خنډونه چې د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې وو هغه نور نه دي‌ پاته او د خبرو ځنډولو نوره پلمه نه ده پاته خو که چې دخیل لوري‌ مثلاً افغان حکومت، امریکا یا طالبان وغواړي نوي‌ شرایط، نوې پلمې او نوي‌ خنډونه جوړ کړي د دې امکانات هر وخت شته".

زلمي خلیلزاد د تېرې جمعې په ورځ‌ د افغانستان په ګډون پینځو هېوادونو ته سفر پیل کړی او تېره ورځ یې په کابل کې افغان چارواکو ته په قطر کې له طالب مشرانو سره د خپل وروستي ملاقات په اړه هم معلومات ورکړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG