واشنګټن – د چین او ایران ترمنځ د ۲۵ کلنو همکاریو د سټراټیژیک تړون پر سر خبرې روانې دي که څه هم تهران د شوي تړون په اړه ددې میاشتې په سر کې خپاره شوي معلومات بې بنسټه بللي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوي تړون د مسودې په اړه په رسنیو کې ځینې معلومات خپاره شوي چې له چین څخه پکې غوښتل شوي دي چې د ایران د انرژۍ، مخابراتو، ودانیزو چارو، بندرونو، د رېل پټلیو او داسې نورو برخو کې ۴۰۰ بیلینه ډالره پانګونه وکړي.
ددې په بدل کې به تهران د راتلوونکو ۲۵ کالو په اوږدو کې چین ته په خورا زیاتې ټیټې بیې تېل ورکوي.
په پاکستان کې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني دغه راپورونه د لویدیځې رسنۍ پروپاګند وباله.
حسیني وویل، "تر اوسه پورې د همکاریو د تفصیل په اړه په هېڅ هم موافقه نه ده شوې. دا اوازې بې بنسټه دي او یواځې سیاسي او رسنیز اټکلونه دي."
د ایران د سفیر دغه لیکلې تبصره د اسلام اباد پالیسي انسټیټیوټ لخوا چې یو غیر حکومتي اداره ده په روانه اونۍ ولوستل شوه.
د یادې پاکستانۍ ادارې لخوا په انلاین توګه د چین او ایران ترمنځ د همکاریو پرسر بحث کېده.
حسیني وویل، چې تهران او پېکنګ تر اوسه هم د ۲۵ کلنې همکارۍ پر غټو خبرو بحث کوي.
د حسیني په خبره د سټراټیژیکو همکاریو په دې مهم سند باندې په ۲۰۱۶ کال له تهران څخه د ولسمشر شي د لیدنې له وخته غور پیل شوی دی.
چین د ایران د مهم سوداګریز شریک او د تېلو د ستر واردونکي هېواد په توګه پاتې شوی که څه هم دغه همکاري د امریکا لخوا په ۲۰۱۸ کال کې د لګېدلو بندیزونو له امله متاثره شوې ده.
د ایران او چین ترمنځ د سټراتیژیک شراکت دغه خبره په داسې حال کې هم رامخې ته شوې چې د امریکا د بندیزونو او د کورونا وایرس د وبا له امله ولسمشر حسن روحاني له کورني فشار سره مخ دی.