لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اچ او د کورونا لپاره د محدودیتونو د نرمولو خبرداری ورکړ


واشنګټن - د روغتیا نړیوالې ادارې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ افریقا ته د کورونا وایرس په اړه د لګېدلو محدودیتونو د نرمولو له امله خبرداری ورکړی.

په افریقا کې په تېره میاشت کې د کورونا وایرس پېښې دوه چنده زیاتې شوې دي.

د افریقا لپاره د ډبلیو اچ او سیمیزې مشرې، مشېدیسو مویتي په یوه خبري کانفرانس کې وویل، "مونږ اندېښنه لرو چې په پېښو کې به زیاتوالي ووینو لکه څنګه مو چې په نورو هېوادونو کې د محدودیتونو د نرموالي وروسته لیدلی دی."

هغې وویل، په ۲۰ افریقايي هېوادونو کې د تېرو اونیو په پرتله د کورونا زیاتې نوې پېښې رپوټ شوې دي.

نوموړې زیاته کړه، د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې په جنوبي افریقا کې دي او همدارنګه په کینیا، مګدیشو، ناجیریا، زمبیا او زېمبابوې کې هم زیاتې شوې دي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، په افریقا کې ۸۹۰۰۰۰ کسان په کورونا اخته او ۱۸۰۰۰ یې مړه شوي دي.‌

په ورته وخت کې د ډبلیو اچ او مشر تېدروس ګبریاسس په نړۍ کې ځوانانو ته خبرداری ورکړی چې خپل ځانونه دې له کورونا څخه خوندي نه ګڼي.

دی وايي، "که څه هم زاړه خلک د شدیدې ناروغۍ له زیات ګواښ سره مخ دي خو ځوانان هم له خطر سره مخ دي."

په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۷.۴ میلیونه او مړي له ۶۷۴۰۰۰ څخه زیات شوي دي.

په امریکا کې د خوړو او درملو ادارې د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې کچېرې واکسینونه د خوندیتوب معیارونو ته ورسېږي نو دوی کولای شي د کورونا وایرس واکسین بیړنۍ ورکړې ته په څو اونیو کې اجازه ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG