لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي جنوبي پنجاب کې یې پینځه ترهګر وژلي


د پاکستان په جنوبي پنجاب سیمه راجن پور کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دترهګرو په ضد عملیات کړي اؤ دعوه کوي چې په دغو عملیاتو کې یې پینځه ترهګر وژلي دي.

دجمعې په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي پولیسو دغه عملیات د راجن پور په عربي ټبه نومې سیمه کې وروسته له هغې کړي چې سیمه کې یې د ترهګرو د شتون پټ اطلاعات ترلاسه کړل.

پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي عملیاتو کې پینځه ترهګر وژل شوي اؤ دهغوئ څخه د ۱۰ؤ نه نیولی تر ۱۵کلوګرامه یو دروند بم اؤ نورې درنې وسلې ترلاسه شوي دي.

پولیسو تر اوسه نه ده واضحه کړې چې د وژل شوؤ ترهګرو تړاؤ دکومې ډلې سره دی خو وایي عملیاتو کې د وژل شوي کسانو مړي ضلعي روغتون ته وړل شوي اؤ هلته یې پیژندګلو روانه ده.

په پاکستان کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې دعملیاتو په مهال دترهګرو د وژلو دعوې کړي دي خو څېړونکي زیاتره مهال دغه دعوې دروغ هم بلي اؤ وایي پولیس اکثره د محکمې ترشا وژنو ته د پولیس مقابلو یا عملیاتو نوم ورکوي.

دجون په ۲۳مه نېټه هم دترهګرۍ دمخنیوي محکمې پولیسو دعوه کړې وه چې پېښور کې یې دعملیاتو په مهال څلور ترهګر وژلي خو وروسته بیا ددغو وژل شوؤ کسانو کورنیو اؤ دمدني ټولنې غړو احتجاجونه وکړل چې وژل شوي ترهګر نه بلکې له کورونو پورته کړل شوي عام ملکي وګړي دي چې پولیسو وژلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG