لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان ځېنو سیمو،افغانستان،عرب هیوادونو،اروپا اؤ امریکا کې نن لویې اختر نمانځل کیږي


پاکستان یو شمیر قبائیلي ضلعو،افغانستان ،عرب هیوادونو،امریکا اؤ اروپا کې نن مسلمانان دغټ اختر ورځ نمانځي په پاکستان کې به په دولتي کچه سبا د خالي یا شنبې په ورځ دغټ اختر ورځ نمانځل کیږي.

دپاکستان دننه دجمعې په ورځ هم دافغان کډوالو په کیمپونو کې د لویې اختر نمونځونه شوي اؤ خلکو د ابراهیمي سنت دتازه کولو په څاروي قرباني کړي دي.

د پاکستان قدبائیلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د زیارت په ورځ هم ځېنو خلکو د غټ اختر وړومبۍ ورځ نمانځلې وه اؤ ځائ پځائ داختر نمونځونه اؤ قربانۍ شوې وې.

په سعودي عرب کې نن حاجیانو قربانۍ کړي اؤ په مسجدالحرام اؤ مسجد نبوي کې د اختر ستر اجتماعات په داسې حال کې شوي چې دسعودي حکومت د کرونا وبا له امله خلکو ته په روغتیایي تدابیرو سختۍ سره دعمل کولو وینا کړې وه.

داختر په خطبه کې شیخ عبدالله الجهني په مسلمانانو غږ کړی چې خپلو کې یووالي ته وده وکړي اؤ دهر رقم انتشار نه باید په ډډه پاتې شي.

هغه ویلي دسعودي حکومت سږکال دحاجیانو د صحت دپاملرنې په خاطر د حج محدودولو پرېکړه کړې چې دا د اسلامي قانون له مخې ده.

په خلیجي هیوادونو متحده عرب امارات،کویت، بحرین اؤ عمان کې هم دا ځل د کرونا وبا له امله لویې اختر په سادګۍ سره نمانځل کیږي اؤ مسلمانان په اسلامي طریقه قربانۍ کوي.

په افغانستان کې دطالبانو لخوا دا ځل دغټ اختر په موقعه د درې ورځني اوربند اعلان شوی چې په دې خلک ډیر خوشحاله دي اؤ داختر خوشحالۍ په ورین تندي نمانځي.

XS
SM
MD
LG