لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عاصم باجوه:افغانستان ته به دچمن دلارې ۱۷ټنه څره اړولی شي


دچین اؤ پاکستان داقتصادي لارې دپروژې دپاره دپاکستان لخوا دجوړې کړل شوې ادارې سي پیک اتارټی مشر لیفټننټ جنرال ریټايرډ عاصم سلیم باجوه وایي دګوار سمندري غاړې ته افغانستان دپاره ۱۷زره ټنه څره سمندي جهاز رارسولې ده چې زر به افغانستان ته ولیږدول شي.

دخالي په ورځ خپل یو بیان کې عاصم باجوه ویلي د ګوادر په سمندري غاړه اقتصادي فعالیتونه په چټکتیا سره دوام لري اؤ دسي پیک پروژې په اساس د روزګار اؤ اقتصادي فعالیتونه وده مومي.

هغه ویلي افغانستان ته دفصلونو د ودې دپاره په سمندري جهاز کې ۱۷زره ټنه څره ګوادر ته رارسیدلې ده چې ډیر زر به د چمن دلارې په ۵۵۰ ټرکونو کې افغانستان ته ولیږل شي.

هغه دچمن دلارې افغانستان ته دڅرې اړولو دا خبره په داسې حال کې کړې چې دتیرو دوؤ ورځو راهسې په دغه پوله دپاکستان اؤ افغانستان دځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې وې خو دجمعې په ورځ پاکستاني چارواکو وویل چې د ډپلوماټیکي اؤ پوځي لارو یې دغه جګړې ته دپائ ټکی ایښودی دی.

په چمن کې د زيارت او جمعې په ورځ د مظاهرچيانو او ليويز ځواک ترمنځه په نښته کې درې کسان وژل شوي او د ۲۶ نه زيات ژوبل شوي وو.

هلته بيا افغان چارواکو ويلي د پاکستاني ځواکونو په بريدونو کې يې ۱۵ عام ملکي وګړي وژل شوي او ۸۰ نه زيات ژوبل شوي دي.

د چمن د پُولې څنګ ته نزدې د تېرو شپږو اوونيو راهسې د لغړي اتحاد او پي ټي اېم له خوا احتجاج روان ؤ چې ورته د بېلا بېلو سياسي ګوندونو ملاتړ هم ترلاسه ؤ. دوي غوښتل چې د چمن پُوله دې د هر قسمه تګ راتګ لپاره ازاده کړی شي.

د پاکستان حکومت نزدې د تېرو څلورو مياشتو راهسې د کرونا وايرس د مخنيوي له امله د چمن پُوله د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره تړلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG