لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش خراسان ډلې استخباراتي مشر اسدالله اورکزی په افغانستان کې وژل شوی


واشنګټن ــــ د افغانستان استخباراتي ادارې په داسې حال کې چې د طالبانو په وړاندې یې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړی، د داعش خراسان ډلې په ضد یې عملیات کړي او د دې ډلې د استخباراتي څانګې مشر یې وژلی دی.

د ملي امنیت یا این ډي ایس ادارې په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه عملیات یې د خالي- شنبې په ورځ کړي چې وایي د ضیاوالرحمن په نوم د داعش خراسان ډلې دغه لوړپوړی مشر یې پکې وژلی چې د اسدالله اورکزي په نامه مشهور وو.

ملي امنیت د عملیاتو ټاکلی ځای نه دی ښوولی خو د افانستان مطبوعات وایي افغان ځواکونو دغه عملیات د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په مولوي خالص فامیلو سیمه کې کړي دي.

دا په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې پینځم مهم کس دی چې د عملیاتو په مهال یې د وژلو دعوه کېږي. تر دې وړاندې هم په ننګرهار او کونړ کې د داعش خراسان ډلې پخواني مشران حافظ سعید، عبدالحسیب، ابوسعید اورکزی او ابوسعید باجوړی په افغانسان کې وژل شوي دي.

ملي امنیت په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د داعش په ضد دغه عملیات د دوی ځانګړو دستې کړي او د داعش د استخباراتو مشر یې پکې وژلی دی خو دا یې نه دي ویلي چې په دغو عملیاتو کې د دې ډلې نور کسان هم وژل شوي یا ژوندي نیول شوي که څنګه.

افغان چارواکو د داعش ډلې دغه وژل شوی تن د پاکستان د اورکزۍ قبایلي ضلعې د اخېل نومي کلي اوسېدونکی بللی او وایي چې هغه په افغانستان کې پر افغان ځواکونو او عامو خلکو د یو شمېر وسلوالو بریدونو په پلانولو کې لاس درلود.

داعش خراسان ډلې تر اوسه د اسدالله اورکزي د وژنې په اړه څه نه دي ویلي چې آیا هغه واقعاً د دوی د استخباراتي څانګې مشر وو که نه خو ملي امنیت پخپله خبرپاڼه کې دعوه کړې چې نوموړی د سیمې له یوه هېواد سره د داعش ډلې د اړیکو مشري پر غاړه لرله.

ملي امنیت په خبرپاڼه کې خپلو نړیوالې متحدینو ته باور ورکړی چې د افغانستان په هر ځای کې به د ترهګرو ریښې له منځه وړي:

"د افغانستان سیمه ییز او نړیوال متحدینو باید په ویاد ولري چې افغانستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یو مهم لوبغاړی دی او هر ځای به د ترهګرو ریښې کاږي".

د افغانستان استخباراتي ادارې د روان ۲۰۲۰م کال کې په اپرېل میاشت کې هم د داعش خراسان ډلې په ضد پراخ عملیات کړي وو، چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې د دې ډلې مشر عبدالله اورکزی له خپلو نورو شل ملګرو سره یو ځای نیولی وو.

عبدالله اورکزی مشهور په اسلم فاروقي هم د پاکستان د اورکزۍ ضلعې اوسېدونکی دی خو افغان حکومت دا نه وو ویلي چې هغه یې د افغانستان په کومه سیمه کې نیولی. له عبدالله اورکزي سره یې دوه نور مهم کسان قاري زاهد مشهور په معاذ او سیف الله مشهور په ابو طلحه هم نیولي وو.

د پاکستان حکومت له افغان حکومته د عبدالله اورکزي د ور سپارلو غوښتنه کړې وه، ځکه چې وایي هغه په پاکستان کې هم د ترهګرۍ په ګڼ شمېر بریدونو کې لاس لري خو افغان حکومت یې غوښتنه رد کړې وه.

داعش خراسان ډله د افغانستان په ننګرهار او ځینو شمالي ولایتونو کې فعاله ده، افغان حکومت تېر کال دعوه کړې وه چې دا ډله یې په بشپړه توګه ځپلې ده خو له هغه را وروسته هم په کابل او ځینو نورو سیمو کې د ډېرو بریدونو ذمه واري دې ډلې منلې چې په نتیجه کې یې لسګونه عام خلک خصوصاً شیعه افغانان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG