لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند په پنجاب کې 86 تنه د زهرجنو شرابو او سنیټایزر له څښلو مړه شوي‌


واشنګټن ــــ د هندوستان په شمالي پنجاب صوبه کې 86 تنه له هغو شرابو مړه شوي چې د چارواکو په وینا په غیرقانوني توګه جوړ شوي‌ وو او ځینو یې د شرابو په توګه د لاس پاکولو سنیټایزر څښلي وو او مړه شوي دي.

هندي چارواکي وایي په دغو کې 53 تنه په امرتسر او ترن تارن کې مړه شوي او 11 په ګورداسپور ضلع کې مړه شوي دي، خو وایي په تېرو ورځو کې ځینو نور کسان هم مړه شوي چې له پوسټ مارټم پرته سوځول شوي‌ دي.

د هندوستان د پنجاب وزیراعلی امریندر سینګ د دغو مرګونو د پلټنې امر کړی چې تر هغه وروسته د خالي- شنبې په ورځ پولیسو پر بېلابېلو ځایونو شاوخوا سل چاپې وهلې دي.

د بي بي سي د خبر له مخې پولیسو په دغو زهرجنو شرابو کې کارول کېدونکي مایعات او له هغوی سره 25 تنه نیولي دي.

د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې د خبر له مخې د ګورداسپور ضلعې مرستیال کمیشنر محمد اسحاق وایي، ځینې کورنۍ دا نه مني چې ګواکې کسان یې له زهرجنو شرابو مړه شوي دي بلکې وایي چې هغوی د زړه له دورې یا حملې مړه شوي دي.

بل لور ته د هند د اندرا پردېش صوبې په کریچوډو ښار کې د شرابو د دوکانونو د بندېدو له کبله ګڼ شمېر نشه یانو د لاس پاکولو سنیټایزر له اوبو سره ګډ کړي او څښلي یې دي چې په نتیجه کې یې 10 تنه مړه شوي دي.

په هندوستان کې هر کال سلګونه خلک له داسې شرابو مري چې په غیرقانوني توګه په هغو ځایونو کې په پټه جوړېږي چې د حکومت اجازه نه لري او بیا په دوکانونو او یا هم په کورونو کې خرڅېږي.

د تېر 2019م کال په فرورۍ میاشت کې هم شاوخوا زهرجنو شرابو تر یونیم سل زیات کسان مړه کړي وو.

په ایران کې هم د روان کال په اپرېل میاشت کې شاوخوا اووه سوه تنه هغو شرابو وژلي وو، چې د میتانول په نوم زهرجن مواد پکې ګډ شوي وو او دغو کسانو ته ویل شوي وو چې دا د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG