لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي چارواکو وړاندیز کړی پاتې 400 طالب بندیان دې نظر بند شي


واشنګټن ــــ درو امریکايي چارواکو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د شاوخوا 400 طالب بندیانو د خوشي کولو پر سر د ستونزې د حل لپاره وړاندیز کړی دی چې دغه بندیان دې د دواړو خواوو تر ګډ څار لاندې یوه درېیم ځای ته انتقال شي.

دا خبره رویټرز خبري ادارې د درو امریکايي لوړپوړو چارواکو له قوله کړې چې نومونه یې تر اوسه نه دي په ډاګه شوي. رویټرز لیکلي د افغان سولې په خبرو کې ښکېلو امریکایي ډيپلومېټانو دا وړاندیز طالبانو او افغان حکومت ته کړی دی.‌

د دغه وړاندیز په هکله تر اوسه نه خو افغان حکومت، نه طالبانو او نه هم د امریکا د حکومت له لوري څه وییل شوي.

د دې وړاندیز له مخې د جمعې په ورځ د اختر د لومړۍ ورځې د وینا په وخت افغان ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې د دغو طالب بندیانو د راتلونکي ټاکلو یا معلومولو لپاره به مشورتي لویه جرګه رابولي.

ښاغلي غني زیاته کړې چې د افغانستان د اساسي قانون پر اساس دوی هغه بندیان نه شي خوشي کولای چې په سختو جرمونو کې ککړ وي، نو ځکه هم د دغو پاته طالب بندیانو د خوشي کولو فېصله به د مشورتي لویې جرګې له خوا کیږي.

د رویټرز خبري ادارې له خوا دغه رپوټ په داسې حال کې خپریږي چې د دواړو غاړو یعنې افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د خلاصون موضوع تقریبآ سر ته رسېدلې ده.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهېل شاهین ویلي، چې د طالبانو ډلې له خپل اړخه د افغان امنیتي ځواکونو د 1000 تنه بندیانو د خوشي کولو بهیر پوره کړی او له افغان حکومته یې غوښتي چې د طالبانو پاتې بندیان دې هم خوشي کړي.

د تړون له مخې هغه طالبان، چې د افغان حکومت له خوا له بنده خوشي کېږي یوه لیکلې ژمنه لاسلیک کوي، چې بیا به د د جګړو لیکو ته نه ستنیږي.

د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو تر منځ د افغانستان د سولې په شوې لوظنامه کې ويل شوي وو چې افغان حکومت به د طالبانو 5000 بنديان او طالبان به د افغان حکومت 1000 تنه بنديان خوشي کړي.

ټاکل شوې ده چې د بندیانو د خلاصون پروسې تر پوره کېدو وروسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي، خو طالبان وایي تر څو یې ټول بندیان نه وي‌ خوشي شوي بین الافغاني خبرې به د ځنډ ښکار وي.

XS
SM
MD
LG