لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايران ويلي، په امریکا کې مېشت مخالفه مشر یې نيولی


د ايران چارواکو د خالي/ شنبې په ورځ ويلي استخباراتو يې په امریکا کې مېشت مشر يې په ايران کې نيولی دی په چا چې تور دی چې د کال 2008م د وژونکو بمي چاؤدنو تور دی.

په ايران کې په کال 2008م کې په شيراز کې په جومات کې بريد شوی چې پکې 14 تنه وژل شوي او د 200 نه زيات ژوبل شوي وو.

د ايران د استخباراتو دغه خبر په سرکاري ټيلي ويژن خپور شوی خو دا نه دي ويل شوي چې هغه څنګه او د کوم ځای نه نيول شوی دی.

د ایران استخباراتي ادارې ويلي نيول شوی تن جمشېد شرمهد نومیږي او د هغه تعلق د امریکا په کيلیفورنيا کې جوړ د مخالفه ګروپ (کنګډم اسمبلي) سره دی.

ويل کیږي د دغه ډلې په اړه ډېر خلک مالومات لري.

د ايران چارواکي تور لګوي چې شرمهد د دغه ډلې د وسله والې څانګې مشري لري کومې څانګې ته چې (تندر) ويل کيږي.

تندر د خپل مشر د نيولو پخلی نه دی کړی.

خو ډلې له دې وړاندې په ټولنيزو رسنيو ویلي دوی به د خپل مشر په غېر موجودګۍ کې هم خپل کار دومداره ساتي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په سمدستي ډول په دغه اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG