لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلام اباد په ژوبڼ کې په ازمريانو تشدد کوونکو پرضد مقدمه جوړه کړی شوې


د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د هغو درې کسانو پرضد مقدمه جوړه کړی شوې چې په ژوبڼ (چړياګهر) کې يې د ازمريانو جوړه په تشدد کړی په اور يې سوځولي او بيا مړه شوي دي.

د راپورونو ترمخه د اسلام اباد په کوهسار پوليس تاڼه کې د دغو کسانو پرضد مقدمه درج کړی شوې او مقدمه د يو ژورنالسټ په مدعيت کې درج کړی شوې ده.

د ډان ورځپاڼې د راپور ترمخه د ابتدايي خبري رپوټ (فرسټ انفارمېشن رپورټ يا اېف ايي ار) ترمخه په يوه ويډيو کې درې کسان په ژوبڼ کې ليدل کيږي چې اور لګوي ازمري ترې خپلې کوټې ته ننوځي.

دوی بيا دغه ازمري د کوټې نه په ډنډو په زور بهر را اوباسي او دغه دواړه ازمري بيا وروسته مړه شوي چې کله د پنجاب د قصور سيمې ته منتقل کول کېده چې هلته خوندي کړی شي.

راپورونه وايي د دغه پېښې د پلټنو دپاره کميټي جوړه کړی شوې او هغه ويډيو هم غوښتل شوې چې پکې کسان ليدل کيږي.

پوليس ویلي دوی د ويډیو د لارې د کسانو مالومولواو پېژندګلو هڅه کوي.

د راپور ترمخه ازمري نر او ښځې دواړو اته کاله عمر درلود.

د ځنګلي ځناورو په اړه د وېب پاڼو ترمخه د ازمري عام عمر د 10 نه تر 14 پورې وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG