لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن - په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۱۸ میلینه او دوه نیم لکو څخه زیات شوی او پرې مړه شوي کسان له ۶۹۳۰۰۰ څخ زیات شوي دي.‌

یواځې په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۴.۸ میلیونو څخه اوختی او له ۱۵۸۰۰۰ څخه زیات کسان پرې مړه شوي دي.‌

په امریکا کې چې د نړې د کورونا د ۱۸ میلیونو اخته کسانو څلورمه برخه پکې ده، د ګل یا دوشنبې په ورځ به د سپینې ماڼۍ او د کانګرس ترمنځ د مرستو د نوې بستې پر سر خبرې دوام وکړي.

په دغو مرستو کې هغو خلکو ته هم د پیسو ورکول شامل دي چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي.

د کورونا د وبا پر وخت د محدودیتونو له امله زیاتو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او اقتصاد ته سخت زیان رسېدلی چې له امله یې تېر ځل له داسې بې کاره شویو کسانو سره د اونۍ ۶۰۰ ډالره مرسته کېدله.

د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ د کورونا له امله د نویو اقتصادي مرستیو پر سر خبرې په داسې حال کې کېږي چې د جون د میاشتې راهیسې په امریکا کې د کورونا پېښې همداسې په زیاتېدو دي او چارواکي دې ته مجبوره شوي دي چې د کورونا لېرې شوي بندیزونه بېرته ولګوي.

په سپینه ماڼۍ کې د کورونا وایرس د کاري ځواک د تنظیم مشره ډاکټره دیبورا برکس سي ان ان ته ویلي، د کورونا وبا په امریکا کې یو نوي پړاو ته رسېدلې چې په ډېره پراخه توګه اوس نه یواځې په لویو ښارونو بلکه په کلیوالو سیمو کې هم په خپرېدو ده.

استرالیا په خپل دوهم ستر ښار مېلبورني کې د شپږو اونیو لپاره د غیر ضروري کاروبارونو د تړلو امر کړی.

دغه بندیز به د شورو یا چهارشنبې له ورځې د کورونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره پېلږي ځکه په ټول هېواد کې یې پېښې یو ځل بیا زیاتې شوي.

روغتیايي چارواکو یې د ګل یا دوشنبې په ورځ په ویکټوریا ایالت کې د کورونا د ۴۲۹ نویو پېښو او ۱۳ مړینو راپور ورکړی.

د زیاتو سټورونو د تړل کېدو ترڅنګ به د رغنیزو چارو او د غوښې د تولید کاروبارونه هم د جمعې له ورځې څخه خپل تولیدات محدودوي.

د ویکټوریا حکومت د یکشنبې یا اتوار په ورځ په میلبورني کې د کوېډ ۱۹ ناورین اعلان کړی چې ورسره به نوي بندیزونه ولګېږي او د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې په ویکټوریا کې به هغه کارکونکي چې رخصتي و نه لري او باید له نورو خلکو ځانونه جلا کړي نو د حکومت لخوا به ورته ۱۰۰۰ ډالره ورکول کېږي.‌

دغه ډول پیسې خلکو ته ددې لپاره ورکول کېږي چې که د چا کورونا مثبته شي نو په خپلو کورونو کې پاتې شي ځکه که د مالي ستونزو له امله له کورونو څخه د باندې ووځي نو نور خلک به هم پرې اخته کړي.‌

په فلیپین کې چې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر پکې له یو لکو څخه اوختی په پلازمېنې منېلا او پنځو نورو ګڼ مېشتو ولایتونو کې نوی لاک ډاون لګېدلی.

په دغه وخت کې خلکو ته یواځې د ضروري سفرونو لپاره اجازه وي او په عام تګ راتګ به بندیز لګېدلی وي.

په دغه هېواد کې روغتیايي ډلو ددې لپاره د لاک ډاون د بېرته پر ځای کېدو غوښتنه کړې چې د کورونا ناروغانو ته ځان ورسوي او حکومت هم د وبا په وړاندې سم غبرګون ته چمتوالی ونیسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG