لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين وايي، د افغانستان د روغې جوړې په عمل کې د پاکستان په هڅو خوشحاله دی


په پاکستان کې د چين سفير ویلي، په افغانستان کې د روغې جوړې روان عمل د دغه هېواد دپاره ډېر مهم دی او په دغه لړ کې چين د پاکستان په هڅو خوشحاله دی چې په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

ياؤ ژينګ چې په افغانستان کې د چين سفير پاتې شوی، په افغانستان کې د سولې په لړ کې د پاکستان د کردار خبره يې په داسې حال کې کړې چې په وروستیو کې د پاکستان په برني اېوان سېنټ کې مخالفه ګوندونو د افغانستان دپاره د پاکستان په بهرنۍ پاليسۍ ټکونه کړي وو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ ويلي، پاکستان دې نور دا سوچ پرېږدي چې افغانستان يې پينځمه صوبه ده.

دغه رنګ يو بل سېنېټر مشاهد حسېن د پاکستان په حکومت غږ کړی ؤ چې پاکستان دې په افغانستان کې د تل پاتې امن او ثبات دپاره سنچيده ګامونه واخلي.

د پاکستان يو شخصي ټيلي ويژن (جیو) سره په خبرو کې د چين سفير د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ سي پېک منځنۍ اسیا پورې د غځولو په اړه هم خبرې کړي دي.

هغه ويلي د افغان مشرانو سره غږېدلی او هغوی نه يواځې دا غواړي چې د پاکستان سره د موټروی د لارې تړون ولري بلکې غواړي چې د پاکستان سره د اورګاډي د لارې هم ونښلي.

ژينګ ويلي په حقيقت کې پاکستان د سيمه ييز تجارت د مرکز جوړېدو صلاحيت او توان لري او د ګوادر څخه د کندهار پورې د اورګاډي پټلۍ جوړېدل به د سيمه ييز تجارت دپاره ډېره ګټوره وي او په دې اړه دواړه هېوادونه جوګه دي چې همکاري وکړي.

نوموړي د افغانستان د سولې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت خبرې په داسې حال کې کړي چې دوه ورځې وړاندې د چمن په سرحدي پوله د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې او د دواړو هېوادونو اړيکې پرې ترينګلې شوي دي.

افغان چارواکو په پاکستان تور لګولی چې د پولې پورې غاړې يې بريدونه کړي چې پکې 15 افغان ملکي وګړي وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.

خو پاکستان ويلي د ډزو پېل پاکستاني ځواکونو نه ؤ کړی پاکستاني ځواکونو يواځې په خپله دفاع کې ډزې کړې وې.

او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي ؤ دغه مسله يې د افغان چارواکو سره راپورته کړې وه.

امریکا په سي پېک پروژه نيوکې کوي چې دا پروژه به د پاکستان اقتصاد نور خراب کړي ګټې به ترې چين پورته کوي، امريکا د دې پروژې دپاره د ورکړی کېدونکو پېسو په روڼتيا او په دې شريکو کمپنیانو باندې هم ټکونه کوي او وايي دا به په پاکستان د قرضونو بوج نور سېوا کړي.

خو چين بيا وايي چې دغه پروژه رڼه ده او امریکا د دې پرضد منفي پروپېګنډا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG