لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اچ او: وبا په پیړۍ کې یو ځلي روغتیايي ناورین وي


واشنګټن – د کورونا وبا د اوسني حالت د ارزولو لپاره د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او لخوا ټاکل شوې بیړنۍ کمېټي د وبا د مهار کولو لپاره د نړیوالو د همغږۍ غږ کړی.

بیړنۍ کمیټي د څلورم ځل لپاره په دې موافقه کړې چې د کوېډ ۱۹ لخوا د عامې روغتیا بیړني حالت د نړیوالې اندېښنې سبب شوی.

کله چې یادې کمېټې د جنورۍ په ۳۰ نېټه د لومړي ځل لپاره دا اعلان وکړ نو هغه مهال له سلو څخه د کورونا پېښې کمې وې او له چین څخه د باندې یې هېڅ مړینه نه درلوده.

اوس شپږ میاشتې وروسته په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له اته میلیونو څخه زیات شوی او نېږدې اوه لکه کسان مړه شوي دي.‌

د ډبلیو اچ او مشر تېدروس ګبریاسس وايي، له دې دا څرګندېږي چې څومره لوی کار مو په مخ کې دی.‌

هغه وویل، "وبا د پیړۍ یو ځلي روغتیايي بحران وي، خو اغیزې یې تر لسیزو پورې محسوسېږي."

هغه زیاتوي، "زیات هېوادونه چې فکر یې کاوه چې د کورونا تر ټولو بد حالت پکې پای ته رسېدلی اوس پکې یو ځل بیا کورونا خپره شوې ده."

له ۳۰ څخه زیاتو پوهانو او سلاکارانو چې د انټرنیټ له لیارې په یوې غونډه کې سره راټول شوي وو د وبا د کنټرول لپاره ملي او نړیوالې سپارښتنې کړي چې یوه پکې د واکسینونو او درملو په برخه کې د سیمیزو او نړیوالو د ژمنو همغږي او تنظیم دی.

تیدروس د یو خوندي او اغیزناک واکسین او درمل جوړېدو په اړه هیله څرګنده کړه خو له خلکو یې وغوښتل چې په دې اړه دې خپلې تمې (توقعات) کم وساتي.

هغه وویل، "که څه هم د واکسین پرمختګ د ریکارډ په توګه په چټکۍ سره روان دي، خو مونږ باید له دې وایرس سره ژوند کول زده کړو او مونږ باید ورسره په هغو وسایلو جګړه وکړو چې په لاس کې یې لرو."

بیړنۍ کمیټه وايي، د عامې روغتیا او ټولنیز تدابیر ځینې له تر ټولو غوره تګلارې دي چې ټولنې ورسره له کورونا سره جګړه کولای شي.‌

په دغو تګلارو کې ټسټونه، څارنه، ټولنیز واټن ساتل، د ماسکونو تړل او د لاسونو وینځل شامل دي.

یاده کمېټه له حکومتونو غواړي چې په ټولنه کې د کوېډ ۱۹ د څار سیستمونه فعال وساتي.

کمېټې له دوی څخه غوښتي دي، چې د سفرونو په اړه تدابیر دې شریک کړای شي ترڅو نړیوال سفرونه بېرته په خوندي توګه پیل شي.‌

دوی همدارنګه له حکومتونو څخه غوښتي دي، چې د کوېډ ۱۹ په اړه دې د غلطو معلوماتو چې له وبا سره د جګړې هڅې زیانموي وي مخه ونیسي.‌

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG