لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني عمران خان ته په ټیلیفون د اختر مبارکي ورکړې


واشنګټن – افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د خپلو ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې د لوی اختر مبارکي ورکړې.

د پاکستان د حکومت لخوا په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي، چې وزیر اعظم عمران خان ولسمشر غني ته د اختر د مبارکۍ تر ورکولو وروسته ویلي دي، چې سږ کال لوی اختر په داسې حال کې راغلی چې نړیواله ټوله د کوېډ ۱۹ په څېر له یو شمېر ننګونو سره مخ ده.‌

په بیان کې راغلي‌ دي، چې عمران خان له ولسمشر غني سره په افغانستان کې د کوېډ ۱۹ له امله د مړو شویو کسانو له امله غمرازي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې دغه وایرس به په بریالیتوب سره کنټرول کړای شي.‌

بیان زیاتوي، لومړي وزیر عمران خان ولسمشر غني ته په پاکستان کې د کوېډ ۱۹ پرضد د حکومت د تګلارې په اړه معلومات ورکړل په کومه کې چې د خلکو د ژوند په ژغورلو او اقتصادي رغونې باندې تمرکز شوی.

د پاکستان د حکومت لخوا په دې خپور شوي بیان کې دا هم راغلي دي، چې دواړو مشرانو د افغان سولې د وروستیو پړاونو په اړه خبرې وکړې.

د بیان له مخې د پاکستان وزیر اعظم د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان د مثبت رول یادونه کړې او د سولې راتګ یې یو اړتیا بللې.‌

عمران خان همدارنګه هیله څرګنده کړې چې د اوسني حالات به نور هم ښه شي تر څو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوی تړون په بشپړه توګه پلی او بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل شي.

د افغان حکومت لخوا ددې راپور تر لیکلو پورې د دواړو مشرانو ترمنځ د ممکنه خبرو په اړه څه نه دي ویل شوي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG