لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچمن-سپین بولدک پوله پرانستل شوه،خلک یوازې په تذکره اؤ شناختي کارډ پرېښودل کیږي


دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دچمن -سپین بولدک په پوله له سخت تاؤتریخوالي وروسته دغه پوله دسه شنبې په ورځ یو ځل بیا دواړدواړو خواؤ ته دبند پاتې شوؤ وګړو خپلو هیوادونو ته د اوښتو په غرض دیوې ورځې دپاره پرانستل شوې ده

دچمن څخه د ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي له مخې سه شنبې په ورځ دسحر نه دسوؤنو په شمیر پیاده خلک پولې ته ورغونډ شوي وؤ اؤ غوښتل یې خپل هیواد ته واوړي.

دروانې اوونۍ په پیل کې په چمن- سپین بولدک پوله دپاکستان اؤ افغانستان دځواکونو ترمنځ سختې نښتې اؤ دپاکستان لوري ته ولسي احتجاجونه شوي وؤ چې پکې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ چې دهغې وروسته دغه پوله د هر رقم تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.

په چمن کې دپاکستان لوري ته ګڼو خلکو دقهره ډک احتجاجونه کړي وؤ اؤ دپولې دپرانستو غوښتنې یې کولې چې وروسته بیا دمظاهرینو،دبلوچستان دحکومت اؤ امنیتي چارواکو ترمنځ د یوتړون په نتیجه کې دغه احتجاجونه ختم کړل شول.

د دوشنبې په ورځ دپولې پرانستلو دپاره دافغانستان اؤ پاکستان دځواکونو اؤ انتظامیي مشرانو ترمنځ دوه غونډې شوې وې چې پکې دپولې یوځل بیا په پرانستو اتفاق شوی ؤ.

د ډیوه خبریال وایي دچمن اؤ سپین بولدک پوله یوازې دیوې ورځې دپاره د پیاده خلکو پرمخ پرانستل شوې اؤ دواړو خواؤ ته بند پاتې شوؤ وګړو ته اجازه ورکړل شوې چې له ویزې پرته یوازې دپاکستان په قامي شناختي کارډ اؤ افغانستان په تذکره په پوله واړوي.

د پاکستان حکومت نزدې د تېرو څلورو مياشتو راهسې د کرونا وايرس د مخنيوي له امله د چمن پُوله د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره تړلې وه اؤ په دې وروستيو کې دا پُوله يواځې د کاروباري تګ راتګ لپاره پرانستل شوې وه.

د چمن د پُولې څنګ ته نزدې د تېرو شپږو اوونيو راهسې د لغړي اتحاد او پي ټي اېم له خوا احتجاج روان ؤ چې ورته د بېلا بېلو سياسي ګوندونو ملاتړ هم ترلاسه ؤ. دوي غوښتل چې د چمن پُوله دې د هر قسمه تګ راتګ لپاره ازاده کړی شي.

دلویې اختر نه یوه ورځ وړاندې دپاکستان لوري ته دامنیتي عسکرو په ډزو کې په پوله اوښتو ته ناست درې کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه پېښې په ضد دپاکستان په بیلابیلو ښارونو په ځانګړي ډول چمن کې دقهره ډکې احتجاجي مظاهرې شوې وې خو پاکستان درځ درلودو چې عام وګړي دافغان ځواکونو په ډزو لګیدلي دي.

دجمعې په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وؤ‌ په اړونده لارو يې د افغان چارواکو سره د خبرو په اړه رابطه کړې چې په پُوله رامنځ ته شوې شخړه هواره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG