واشنګټن - د سپینې ماڼۍ چارواکي او د کانګرس ډیموکراټان پلان لري چې د نهې یا سې شنبې په ورځ یو ځل بیا سره وویني.
دواړو غاړود کورونا وبا د نوې مرستې د بستې په اړه روانو خبرو کې د یو اندازه پرمختګ خبر هم ورکړی.
د استازو د جرګې مشرې نېنسي پیلوسي د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې دوی او په سېنېټ کې د ریپلېکنز مشر چک شومر به یو ځل بیا د خزانې له وزیر سټیفن منوچن او د سپینې ماڼۍ له لوی درستیز مارک مېډو سره خبرې وکړي.
پیلوسي د ګل یا دوشنبې په ورځ له دوه ساعته مذاکراتو وروسته خبریالانو ته وویل، مونږ په لاره روان یو خو تر اوسه هم خپل فرقونه لرو. مونږ هڅه کوو چې پوه شو چې څه ته اړتیا لرو.
دواړه ګوندونه د مرستې د بستې د اندازې په اړه سره وېشل شوي دي. ډیموکراټان د درې ټریلینه ډالرو غوښتنه کوي او ریپلېکنز غواړي چې دا مرستې یو ټریلین ته محدودې شي.
بل پلو د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره داسې سل په سلو کې باوري کوم څه نشته.
د ډبلیو اچ او مشر تېډروس ګبریاسس یوې خبري غونډې ته وویل، "یو شمېر واکسینونه دا مهال د دریم کلینیکي ازمېښت په پړاو کې دي. او مونږ ټول هیله لرو چې یو شمېر اغیزناک واکسینونه به ولرو چې خلک له وایرس څخه وژغوري. خو اوس هم داسې داسې ګولۍ نشته چې دا هر څه په ټپه ودروي او په راتلونکې کې به هم نه وي."
هغه له ټولو هېوادونو او خلکو څخه وغوښتل چې له ټولو لارو چارو کار واخلي، لکه ټیسټونه وکړي، وڅارل شي، ټولنیز واټن وساتي او ماسکونه وتړي تر څو د وایرس مخه ونیول شي.
دا خبره په داسې حال کې شوې چې په ټوله نړۍ کې د کوېډ ۱۹ پېښې او ورڅخه مړینې همداسې په زیاتېدو دي.
استرالیا په خپل دوهم ستر ښار میلبورني کی سر له شورو یا چهارشنبې څخه د شپږو اونیو لپاره د کاروبارونو د تړل امر کړی ځکه چارواکي یې په ټول هېواد کې د کورونا د پېښو د زیاتوالي خبر ورکړی.
روغتیايي چارواکو یې یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ په ویکټوریا کې د ۴۲۹ نویو پېښو او ۱۳ مړینو خبر ورکړی.
په ناروې کې چارواکو کښتیو ته اجازه نه ده ورکړې چې تر سلو زیات مسافر په ناروې کې کوز کي ځکه په دغو کښتیو کې ۴۱ کسان په کورونا اخته شوي دي.
د ناروې د روغتیا وزیر ویلي، چې د کورونا وبا لا پای ته نه ده رسېدلې.
په لاتینې امریکا کې د کورونا پېښې له پنځو میلیونو څخه اوختې دي. یواځې په کولمبیا کې لس زره نوې پېښې او په برازیل کې ۱۶۶۰۰ نوې پېښې موندل شوي دي.
په فلیپین کې چې د کورونا د پېښو شمېر پکې له یو لکو څخه زیات شوی په پلازمېنې منېلا کې د دوو اونیو لپاره یو نوی لاک ډاون لګېدلی.
د کورونا له امله د ماشومانو د تعلیم په اړه د م م اندېښنه
د یو بل خبر له مخې، د ملګروملتونو عمومي منشي د نهې یا سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې نوي کورونا وایرس تعلیم دومره زیانمن کړی چې که حکومتونه ورته لومړیتوب ور نه کړي نو له نسلي ویجاړیو سره به مخ شي.
انټونیو ګوټېریش په یو ویډیو پیغام کې وویل، "اوس مونږ له نسلي ویجاړي سره مخ یو چې کولای شي انساني پوټنشیل ضایع کړي، د لسیزو پرمختګ له منځه یوسي او نه برابرۍ یا نه مساوات نور هم زیات شي."
په نړۍ کې د وایرس له زیاتېدو څخه مخکې، ۲۵۰ میلیونه ماشومان له ښونځیو څخه د باندې وو. دا شمېر د جولای میاشتې تر نیمايي پورې له یو بیلین څخه زیات شوی ځکه په ۱۶۰ هېوادونو کې د وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ښونځي یا سکولونه تړل شوي وو.
په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۸.۵ میلیونو او د مړو شمېر اوه لکو ته نېږدې شوی دی. یواځې په امریکا کې نېږدې پنځه میلیونه کسان په کورونا اخته او نېږدې ۱۶۰۰۰۰ مړه شوي دي.