لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: ډېر زر به په افغانستان کې د امريکايي پوځ شمېره د څلورو نه تر پينځه زرو پورې کړی شي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي ډېر زر به په افغانستان کې د امریکا د پوځ شمېره د څلورو نه تر پينځه زرو پورې راکمه کړی شي.

د نوموړي نه د (اېچ بي او) ټيلي ويژن سره په مرکه کې پوښتنه شوې چې ټاکلې د کومې نېټې پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځ شمېره د څلورو زرو پورې کړی شي؟ د امریکا د صدارتي انتخاباتو د ورځې پورې؟.

نوموړي د نېټې ښوولو پرته ويلي ډېر زر به په افغانستان کې د امریکايي پوځ شمېره اته زرو او بيا څلورو زرو ته راکمه کړی شي.

د امریکا د انتخاباتو د ورځې پورې؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي ویلي، شايد هر ځای به د څلورو نه تر پينځه زرو پورې وي.

په امریکا کې صدارتي انتخابات د نومبر په درېمه ټاکل شوي دي.

امریکا د فرورۍ په میاشت کې په قطر کې د طالبانو سره د افغانستان د سولې په تړون کې د پوځ کمولو او ويستلو خبره کړې وه.

راپورونه وايي په افغانستان کې د امریکايي پوځ شمېره د 13000 زرو نه 8400 ته راکمه کړی شوې ده.

صدر ټرمپ په افغانستان کې د پوځ د شمېرې نورې کمولو خبره په داسې حال کې کړې چې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر سره د ويډیو کانفرنس د لارې خبرې کړي دي.

طالبانو ويلي په دغو خبرو د بېن الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې اترې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG