لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نريندرا مودي د رام مندر بنياد کېښودو


د هند وزيراعظم نریندرا مودي په ایوديه ښار کې د بابري جومات په لانجمنه ځای د رام مندر بنياد کېښودو، د يادې دستورې په مهال د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي ؤ.

د هندي مطبوعاتو ترمخه مودي نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ د رام مندر د بنياد اېښودو دپاره د هند شمالي ښار ايوديه ته رسېدلی ؤ.

رام مندر د بابري جومات په ځای جوړولی شي.

په شپاړسمه صدۍ کې جوړ شوي بابري جومات په ځای هندوان دعوه کوي چې دا د دوی د مذهبي مشر رام جي د زېږون ځای دی او دلته د هغه مندر ؤ او د مسلمان باچا ظهرالدين بابر په واکمنۍ کې دا وران کړی شوی او جومات پرې جوړ کړی شوی ؤ.

په کال ۱۹۹۲م کې د رام مندر په حق کې تحریک چلېدلی او د کال ۱۹۹۲م په دسمبر کې په ګڼ شمېر کې هندو مذهب منونکي راټول شوي او بابري جومات يې نړولی ؤ.

د تېر کال 2019م د نومبر په مياشت کې د هند سترې محکمې د بابري جومات د قضيې فېصله اورولې او د دغه لانجمنې ځمکې هندوانو ته د ورکولو او مسلمانانو ته يې په بدل کې د پينځه اېکړه ځمکې ورکولو امر کړی ؤ.

عدالت په فېصله کې ويلي ؤ چې د سني وقف بورډ ته دې د جومات جوړولو دپاره بدله ځمکه ورکړی شي او عدالت د دوه اعشاريه ۷۷ اېکړه لانجمنې ځمکې هندوانو ته د ورکولو امر وکړو او په درې میاشتو کې يې د ټرسټ جوړولو ويلي ؤ چې د مندر جوړولو دپاره ټرسټ جوړ کړی شي.

XS
SM
MD
LG