لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ: د جماعتِ اسلامي پر مظاهره بمي چاودنه کې 39 ټپیان، سیندودېش تنظیم یې ذمه واري منلې


واشنګټن ــــ د پاکستان په صنعتي ښار کراچۍ کې د جماعت اسلامي ګوند په هغه مظاهره کې بمي چاودنه شوې چې د کشمیر په ملاتړ یې کړې وه او د پولیسو په وینا په دې چاودنه کې 39 تنه ټپیان شوي دي.

د سیند حکومت ویاند مرتضی وهاب دغه چاودنه غندلې او دا یې د کراچۍ د امنیت د خرابولو یوه هڅه بللې ده. د جماعتِ اسلامي ګوند مشر سراج الحق هم د دې چاودنې غندنه کړې او هند یې په دې برید کې تورن کړی دی:

"په کراچۍ کې د جماعتِ اسلامي پر لاریون برید ناوړه او ډارن عمل دی، اوس هم په ښار کې د هند ایجنټان موجود دي او د کشمیر له خلکو سره د همږغۍ اظهار نه شي زغملای".

د کراچۍ د ختیځې برخې یو پولیس مشر ساجد سدوزی وایي، دوه ناپېژانده کسان په موټرسایکل راغلي او د جماعتِ اسلامي ګوند پر لاریون یې لاسي بم ور غورځولی او بیا د پېښه له ځایه تښتېدلي دي.

د پولیسو په وینا چاودنه د کراچۍ ښار په ګلشن اقبال سیمه کې هغه ټرک ته نیزدې شوې ده چې د جماعتِ اسلامي په لاریون کې شامل وو خو وایي په پېښه کې څوک مړه شوي نه دي.

د سیند د روغتیا وزارت د مطبوعاتو د څانګې ذمه واره میران یوسف وایي، په ټپیانو کې پینځه تنه المصطفی روغتون، اووه جناح مېډیکل سنټر، 11 اغا خان روغتون او 10 لیاقت روغتون ته وړل شوي دي چې وایي اکثر برسېرن ټپیان شوي خو یواځې د یوه زخمي حالت مرګونی دی.

جماعتِ اسلامي ګوند نن د شورو- چارشنبې په ورځ د کراچۍ په ګډون د پاکستان په اکثرو لویو او وړو ښارونو کې له کشمیر سره د همږغۍ په توګه د اګست پینځه د تورې ورځې په توګه ولمانځله.

د برید ذمه واري د سیندودېش انقلابي آرمي په نامه یوه وسلوال تنظیم د سوشل مېډیا له لارې پر غاړه اخیستې ده. دغه تنظیم پر ټویټر پخپل پیغام کې لیکلي چې د سیند د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او په سیند کې به د پاکستان قبضه او مذهبي توندروي ونه مني.

نن د اګست پینځمه د کشمیر په ګډون د پاکستان په ټولو ښارونو کې هم د "یومِ استحصال" په توګه ولمانځل شو، چې مقصد تېر کال په همدې ورځ د هند حکومت له خوا د کشمیر د نیمه خپلواک حیثیت د ختمېدلو غندنه ده.

XS
SM
MD
LG