لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر ډبلیو: د پاکستان حکومت دې احتساب اداره د خپلو مخالفینو له ځورولو او ډارولو منع کړي


واشنګټن ــــ د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ایچ آر ډبلیو د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي چې د احستاب قومي ادارې دې د حکومت د مخالفینو او تنقید کوونکو له نیولو را وګرځوي او د داسې غیرقانوني ګرفتاریو او ځورونو په تور دې د نېب د چارواکو په ضد قانوني ګامونه پورته کړي.

ایچ آر ډبلیو نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ پخپل یوه بیان کې ویلي، حکومت دې د ملک د سپریم کورټ د جولای د 20مې په فیصله عمل وکړي چې وایي د احتساب ادارې د اپوزیشن ګوند د دوو سیاستوالو په ضد مقدمه کې د قانوني تقاضو سرغړونه کړې وه.

د پاکستان اپوزیشن ګوندونه هم تور لګوي چې وایي د تحریک انصاف ګوند حکومت د احتساب اداره له خپلو مخالفینو د سیاسي انتقام لپاره کاروي. پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د احتساب عدالت مخې ته د ایل این جې مقدمې تر اورېدنې وروسته رسنیو ته وویل:

"موږ له لومړۍ ورځې وایو چې دغه اداره ختم کړئ که نه وي دا [نېب] به پاکستان ختم کړي، موږ خو دا کار ونه کړ بخښنه غواړو او نه موږ دا کار کولای شو ځکه چې یو ګوند یا یو حکومت څه نه شي کولای".

د اېشیا لپاره د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې مشر بریډ ایډمز ویلي، د احتساب ادارې د مسلم لیګ ن ګوند دوه وروڼه خواجه سعد رفیق او خواجه سلمان رفیق نیولي او 15 میاشتې یې بې له کوم جوازه په بند کې ساتلي وو، خو وایي عدالت هغوی ته ضمانت ورکړ چې وایي دا د نېب د غیرقانوني چلند په اړه فردِ جرم دی.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د پاکستان احتساب اداره د پوځي حکومتونو د وخت اداره بللې چې وایي له خپل واکه د خپلو مخالفینو د ځورونې لپاره له ظالمانه او خپلسره زوره کار اخلي.

ایچ آر ډبلیو په داسې وخت کې دا بیان ورکړی چې د احتساب مرکزي ادارې له خوا د درغلۍ او کرپشن د تورونو پر سر د اپوزیشن ګوندونو د ګڼ شمېر مشرانو په ضد مقدمې روانې دي او یو شمېر یې په زندانونو کې دي.

نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ هم د احتساب عدالت له خوا د پنجاب پخوانی وزیراعلی شهباز شریف او د هغه زوی حمزه شهباز په ضد د رمضان شوګر ملز په مقدمه کې په رسمي توګه تورن کړل شوي دي خو دوی دواړو دا تور رد کړی او وایي لس کاله یې د ولس خدمت کړی او د کربونو روپیو منصوبې او سرمایه کاري یې راوړې ده.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د پاکستان پر پارلمان هم ږغ کړی چې په احتساب اداره کې په بیړنۍ توګه اصلاحات راولي او دا اداره غیرجانبداره جوړه کړي.

د پاکستان سپریم کورټ هم پخپله وروستۍ پرېکړه کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې وایي د احتساب اداره د حکومتي مخالفینو په ضد کارول کېږي. ستر عدالت د یورپي کمېشن د رپوټ حواله هم ورکړې وه چې نېب یې یوه جانبداره اداره بللې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG