لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاوچي: کورونا وایرس به هېڅکله له منځه ولاړ نشي


واشنګټن – په امریکا کې د ساري ناروغیو وتلی کارپوه انتوني فاوچي وايي، نړۍ به هېڅکله په دې و نه توانېږي چې نوی کورونا وایرس له منځه یوسي خو دی هیله څرګندوي چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې به د دې وایرس پرضد په میلیونونو ډوزه واکسین تیار شي.

په کورونا باندې په نړۍ کې تر ۱۹ میلیونو زیات کسان اخته او تر ۷۱۴۰۰۰ زیات مړه شوي دي‌.

فاوچي وايي، "که هر څه په بریالیتوب سره پر مخ ولاړ شي نو دی فکر کوی چې کافي واکسینونه به تیار شي."

ډاکټر فاوچي امریکا غږ ته وویل، "واکسینونه به نه یواځې بډایه هېوادونو بلکه غریبو او د متوسط اقتصاد درلودونکو هېوادونو ته هم ورسېږي او دا هغه څه دي چې مونږ هیله لرو ترسره یې کړو."

ښاغلي فاوچي له رویټرز سره په یوې جلا مرکه کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د دې دلیل چې وایرس به ولې هېڅکله له منځه ولاړ نشي هغه دا دی چې دا وایرس ډېر زیات د انتقالېدو او خپرېدو طبعیت لري."

خو فاوچي وايي، د ښو واکسینونونو او د عامې روغتیا سپارښتنو ته پام کول به په ګډه له مونږ سره مرسته وکړي.‌

فاوچي اټکل کوي چې نړۍ به په دې وتوانېږي چې وایرس له راتلونکي کال څخه وروسته تر کنټرول لاندې راولي او وايي چې په احتیاط سره خوشبینه دی چې یو اغېزناک واکسین به تر هغه وخته پورې ومنل شي.

فاوچي وړاندې وویل، "مونږ کېدای شي د راتلونکي کار په لومړیو کې په لسګونو میلیونو ډوزه واکسین ولرو خو د ۲۰۲۱ کال په تېرېدو سره تولید کونکو مونږ ته ویلي دي، چې د ۲۰۲۱ تر پایه به په سلګونو میلیونو او ښايي یو بیلین ډوزه واکسین ولرو. نو ځکه زه فکر کوم چې دا بهیر په سمه توګه پر مخ روان دی."

د فاوچي دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په امریکا کې د جانسن انډ جانسن په نامه یوې درمل جوړونکې کمپنۍ اعلان وکړ چې د امریکا له حکومت سره یې هوکړه کړې چې د هغه قرارداد له مخې چې ارزښت یې له یو بیلین ډالرو څخه اوړي د امریکا حکومت ته سل میلیونه ډوزه واکسین ورکوي.

تمه ده دغه کمپنۍ به د خپل واکسین وروستی ازمایښتي پړاو په سپټمبر کې پیل کړي.

ددې ترڅنګ درې نورې امریکا مېشتې درمل جوړونکې کمپنۍ لکه نوواواکس، فایزر او ماډرنا هم د خپلو جوړو کړو واکسینونو د ازمېښت دریم پړاو پیل کړی دی.

په دې اړه د امریکا د معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د راپور له مخې د عامې روغتیا نېږدې ۴۰۰ مخکښو پوهانو د امریکا د خوراک او درملو له ادارې څخه غوښتي دي چې خلکو ته د کوېډ ۱۹ د واکسینونو له ورکولو څخه دمخه دې د هغوی د خوندیتوب او اغیزې په اړه دې بشپړ ډاډ ترلاسه کړي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG