لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وايي د کورونا وایرس وېکسین ښايي د نومبر تر ټاکنو پورې تیار شي


واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ اټکل کوي چې، د کورونا وېکسین ښايي ددې کال د نومبر تر ټاکنو پورې چې تر ۹۰ ورځو کمې ورته پاتې دي تیار شي.‌

ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل،

"زه خوشبینه یم چې دا (وېکسین) به تر هغه وخته پورې تیار شي."

ټرمپ دا هم وویل، چې د نومبر تر دریمې نېټې پورې د وېکسین تیارېدل به د ده د بیا ټاکل کېدو چانس ته زیان و نه رسوي.

ټرمپ زیاته کړه، "زه یې د ټاکنو لپاه نه کوم. زه ځکه غواړم چې ژر جوړ شي چې د زیاتو خلکو ژوند وژغورل شي."

ټرمپ بیا وروسته په اوهایو کې د وینځلو د ماشین په یوې کارخانه کې یو ځل بیا وویل، چې "ډېر ژر به واکسین جوړ شي. او هیله لرم چې د کال له پای ته رسېدو څخه ډېر مخکې جوړ شي."

خو تر دې مخکې په امریکا کې د ساري ناروغیو یو وتلي کارپوه چې په سپینه ماڼۍ کې د کورونا د کاري ځواک غړی هم دی ویلي وو چې ګومان کوي چې د کورونا هېڅ واکسین به د کال تر پایه او د ۲۰۲۱ تر لومړیو پورې جوړ شي.

په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له پنځه میلیونو او پرې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۶۲۵۰۰ څخه زیات شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG