لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا: پاکستان د سبا نه د سېلګرۍ او ورپسې بيا نور ځایونه پرانيزي


د پاکستان حکومت ويلي، سبا د خالي/ شنبې د ورځې (8م اګست) نه د سېلګرۍ په ځايونو لګېدلی بندېز ختموي او بيا پسې په ريسټورانټونو او ټرانسپورټ لګېدلي بندېزونه هم لرې کوي، د کرونا وبا له امله په ځای کړی شوي وو.

د دې ترڅنګ د تعليمي ادارو، ودونو د هالونو سره د نورو ځايونو د پرانستو يا بندېزونو لرې کېدو دپاره هم وخت ورکړی شوی دی.

د پلاننګ او پرمختيا وزیر اسد عمر ويلي، د ګل/ دوشنبې د ورځې نه سنېماګانې د عام تګ راتګ ځايونه پارکونه او ورسره نور به د 10م اګست نه پرانستل شي.

د ملي رابطه کار کمېټۍ غونډه د عمران خان په مشرۍ د زيارت/ پنجشنبې په ورځ شوې ده.

ويل شوي پرېکړه شوې د اور ګاډي، الوتکو او مېټرو بسونو په چلند لګېدلی بندېز ختمولی شي خو د ستمبر د میاشتې پورې به د خلکو ترمنځ فاصله ساتل کيږي او د اکتوبر په میاشت کې به حالاتو ته په کتو بيا د فاصلې ساتلو د بندېز په اړه پرېکړه کولی شي که حالات سم ؤ بندېز به لرې کړی شي.

په پاکستان کې د مارچ په میاشت کې د کرونا وبا خورېدو د مخنيوي دپاره بندېزونه لګول شوي ؤ.

اسد عمر ويلي چې د لسم اګست نه به ريسټورانټونه کېفۍ خلاصولی شي خو د حکومتي احتیاط (اېس او پيز) خيال به ساتل کيږي، د دې ترڅنګ د عامو خلکو دپاره پارکونه، سنېماګانې، اېکسپو سنټرې او د ښځو د سينګار ځايونو (بيوټي پارلر) به هم د ګل د ورځې څخه خلاص شي.

د تعلیمي ادارو د خلاصولو په اړه ويل شوي په 15م ستمبر به پرانستلی شي خو ختمي اعلان يا پرېکړه به يې په اووم ستمبر کولی شي او د صوبو د تعلیم د وزيرانو سره به پرې مشوره کولی شي.

اسد عمر ویلي چې د کاروبارونو ترڅنګ په نورو کومو برخو کې بندېزونه لرې کولی شي د هغو دپاره د خلاصولو او بندولو وختونه ټاکل کيږي.

په پاکستان کې په داسې وخت کې د بندېزونو لرې کولو پرېکړه شوې چې د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په دوه لکه 82 زره 645 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او تراوسه د دې وايرس نه 6052 کسان مړه شوي دي.

ويل شوي په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره 20زره 461 معاينې/ ټسټونه شوي او په 782 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

حکومتي چارواکي وايي په ملک کې د کرونا وايرس پېښې کمې شوي خو مخالفه ګوندونه او ځینې ډاکټران په حکومت نيوکې کوي چې د کرونا مالومولو دپاره کېدونکې ټيسټونه کم کړی شوي ځکه پېښې هم کمې مخې ته راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG