لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي دپاکستان څخه خپل یو ارب ډالر ولې بېرته واخستل؟


په پاکستان کې څېړنکاران وایي سعودي عرب د بهرنۍ تګلارې په ځېنو معاملو دپاکستان نه خفه شوې اؤ ددغه هیواد څخه یې ورکړو د پور پیسو کې یو ارب ډالر بېرته اخستي دي.

خو دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دا خبره ردوي چې ګنې دپاکستان اؤ سعودي ترمنځ څه اختلافات روان دي اؤ وایي دکرونا وبا دلاسه دسعودي عرب اقتصاد باندې هم بدې اغېزې شوي ځکه پاکستان یو ارب ډالر بېرته ورستانه کړي دي.

دشهباز رانا په نوم دپاکستان یو وتلي څېړنکار د ایکسپریس ټي وي په یو پروګرام کې ویلي چې سعودي عرب ته د یو ارب ډالرو بیرته ورستنولو دپاره پاکستان د جولایي په وروستۍ اوونۍ کې دغه پیسې دچین نه په پور اخستي دي.

دکامران یوسف په نوم یو بل څېړونکي ویلي سعودي عرب ته ددې پور ورستنولو په اړوند د پاکستان دخزانې وزارت اؤ دولتي بانک دبیا بیا پوښتنو باوجود هیڅ نه دي ویلي .

پاکستاني رسنیو کې داسې دعوې مخې ته راغلي چې سعودي عرب اؤ پاکستان دبهرنۍ تګلارې په ځېنو معاملو خپلو کې خفګان لري چې له دې امله د دواړو هیوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې واټنونه سیوا شوي دي.

دپاکستان یو شمیر رسنیو د دولتي سرچینو له قوله دخالي په ورځ لیکلي چې دسعودي عرب اؤ پاکستان د اختلافاتو له امله دسعودي عرب دپور هغه یو ارب ډالر چې پاکستان به سږکال نومبر کې سعودي ته ستنولې، وزیراعظم عمران خان له وخته مخکې دغه پیسې دجولایي په میاشت کې سعودي عرب ته ستنې کړي دي.

رسنۍ دا هم وایي چې پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د پورونو د لومې نه ځان ویستل غواړي اؤ ددې غرض دپاره یې د سعودي عرب نه د نور پور اخستو غوښتنه هم کړې ده خو سعودي پاکستان ته د نور پور ورکولو پځائ هغوئ نه خپلې زړې پیسې هم بیرته غوښتي دي.

په عین حال کې د پاکستان دخزانې وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې سعودي عرب نه د درېوؤ اربو روپو اؤ ۲۰کروړه ډالرو تیل په پور اخستل شوي اؤ اؤ ددغه پور موده سږکال په نهمه جولایي سرته رسېدلې ده.

بیان کې راغلي چې دپور موده کې دپراختیا خواست سعودي سره د غور لاندې دی خو تیره میاشت په پور د تیلو اخستو موده سرته رسېدلې ده.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان دحکومت ترلاسه کولو وروسته په اکتوبر کال ۱۰۲۸ م کې سعودي ته سفر کړی ؤ اؤ په دغه سفر کې ورسره سعودي چارواکو منلې وه چې پاکستان ته به ټول ټال ۱۲ اربه ډالر کومک ورکوي.

په دغو پیسو کې تر درېوؤ کالو هرکال د درېوؤ اربو ډالرو دتیلو ورکولو ترڅنګ سودي عرب منلې وه چې پاکستان ته به درې اربه ډالر په نغدي ډول هم ورکوي ترڅو دغه هیواد پرې خپلې اړتیاوې ترسره کړي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا دا تاثر دعوې رد کړي چې ګنې دپاکستان اؤ سعودي ترمنځ څه اختلافات روان دي.

دپاکستان دجیو ټي وي په یو پروګرام کې دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دکرونا وایرس له امله دسعودي عرب اقتصاد هم زیات اغیزمن شوی ځکه چې دتیلو بیعې ټېټې شوي دي نو ځکه سعودي زمونږ په ستونزو خبر دی اؤ مونږ دسعودي عرب په ستونزو پوهه یو .

هغه ویلي پاکستان دسعودي عرب سره هیڅ رقم زړه بداوی یا تاؤ تریخوالی نه لري بلکې د دواړو هیوادونو اړېکې ډاګیزې اؤ پیاوړې بڼه لري چې ټوله نړۍ پرې خبر ده

په کال ۲۰۱۸م کې چې کله په پاکستان کې دعمران خان حکومت واکمنۍ ته ورسیدلو نو دعوه یې وکړه چې تیرو حکومتونو د هیواد خزانه تشه کړې ده اؤ هیواد دتاریخي اقتصادي کړکیچ سره مخ دی.

راپورونه وایي د پاکستان حکومت په مالي کال 2019م- 20م کې د جون تر مياشتې پورې 13.2 اربه ډالره قرضه اخیستې ده او له دې سره د حکومت له خوا په تېرو دوو کالو کې د اخیستل شوو قرضو حجم 26.2 اربه ډالره ته رسېدلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG