لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صوابۍ:یو تن په ډزو خپل پلار،نیکه اؤ ماما وژلي دي


پولیس وایي دخیبر پښتونخوا دصوابۍ په زیده سیمه کې په معولي تاؤ تریخوالي یو زلمي دکور دننه ډزې کړي اؤ خپل پلار،نیکه اؤ ماما یې وژلي دي.

د اتوار په ورځ د زیدې تاڼې یو چارواکي یا محرر وي او ای ډیوه ته ویلي دسیمې اوسیدونکي محمد علي ورته پخپل رپورټ کې ویلي چې د خالي اؤ اتوار په منځ شپه کې دهغه خوریی عالم خان دعالمزیب زوئ دهغوئ کور ته ورننوتلو اؤ ناتاره ډزې یې وکړې.

هغه ویلي په دغو ډزو کې دهغه پلار سراج محمد اؤ رور انور علي په ټکي مړه شول چې له هغې وروسته عالم خان خپل کور ته لاړو اؤ هلته یې هم خپل پلار په ډزو ووژلو.

پولیس وایي له ډزو وروسته عالم خان تښتېدلی خو پولیس یې د نیولو دپاره لټون پیل کړی دی.

پولیس ددې وژنو علت کورنی تاؤ تریخوالی ښایي اؤ وایي دپېښې پلټنې روانې دي اؤ ډير زر به وژونکی تن ونیول شي.

په خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې د زړو تربګنیو اؤ کورنیو لانجو له امله د وژنو کچه لوړه شوې ده اؤ سږکال دمئ په وروستیو کې هم په بټګرام کې یو ذهني ناروغه تن دکور دننه په ډزو خپلې دوه میرمنې اؤ درې ماشومان وژلي وؤ.

همدا شان په دسمبر کال ۲۰۱۸ کې دپېښور تاکال سیمه کې د کورني تاؤتریخوالي په اساس خپل پلار اؤ درې وروڼه وژلي وؤ اؤ ترهغې وروسته یې خپل ځان هم وژلی ؤ.

هم په دغه کال داکتوبر میاشت کې په چارسده کې هم یو تن داحسان شیرپاؤ په نوم دیو خبریال په ګډون دخپلې کورنۍ پینځه غړي وژلي وؤ .

اؤ په کال ۲۰۱۸م کې کې داګست په میاشت کې دپېښور سوړیزو سیمه کې یو تن دخپلې کورنۍ شپږ کسان په ډزو وژلي وؤ

XS
SM
MD
LG