لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:دطالب بندیانو خوشې کیدو سره به دبین الافغاني مذاکراتو مخې ته پراته خنډان له مینځه لاړ شي


افغانستان دپاره دپاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د یکشنبې په ورځ په ټوئټر لیکلي پاکستان دلویې جرګې دهغه سپارښتنې هرکلی کوي چې ولسمشر اشرف غني ته یې دطالبانو دپینځوؤ زرو بندیانو دنوملړ څخه دنورو بندیانو دخوشې کولو په اړوند کړې ده.

هغه ویلي د لویې جرګې ددې سپارښتنې دعملي کیدو سره به هغه لویې خنډان له مینځه لاړ شي چې دبین الافغاني خبرو اترو مخې ته پراته دي.

په افغانستان کې جوړې شوې لویې جرګې ولسمشر اشرف غني ته دشنبې په ورځ سپارښتنه کړې وه چې باید دطالبانو ۴۰۰بندیان له بنده خوشې کړي.

ددغه سپارښتنې وروسته ولسمشر اشرف غني لویې جرګې ته پخپله وینا کې ویلي غه به هم نن د طالب بندیانو دخوشې کولو په امر لاسلیک وکړي.

هغه ویلي دافغانستان حکومت اؤ ولس په یوه کې حیران ؤ چې دطالبانو بندیان خوشې کړي کنه نه خو دجرګې برخه والو پخپلې سپارښتنې سره هغوئ ته یوه لاره ورکړې ده.

ولسمشر اشرف غني ویلي هغه به د لویې جرګې دسپارښتنې په اساس دطالبانو پاتې څلور سوه بندیان هم خوشې کړي خو اوس طالبان هم باید دلویې جرګې دغوښتنې په اساس په ټول هیواد کې سرتاسري اوربند وکړي.

د وي او ای اشنا د راپور له مخې مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازدولو ترڅنګ پخپله قطعه نامه کې د بندیانو تر ازادولو وروسته د سولې خبرو ژر تر ژره پيلېدو، تاوتریخوالي کمېدو، د طالبانو لخوا د افغان حکومت بندیانو ازادېدو، او د سولې خبرو کې د افغان مېرمنو پر ونډې او د تیرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو پر خوندې کېدو باندې ټينګار کړی و.

جرګې دا هم ویلي چې باید دا ډاډ ترلاسه کړل شي چې دطالب بندیانو د خوشې کیدو سره سم باید بین الافغاني خبرې اترې پرته له کوم ځننډ څخه پیل شي.

تر دې وړاندې تیره ورځ دسولې دمشورتي لویې جرګې رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي وؤ دطالب بندیانو تر ازادولو درې ورځې وروسته به په قطر کې بین الافغاني خبرې پيل شي خو طالبانو لا نه ده واضحه کړې چې دخپلو بندیانو تر خوشې کیدو وروسته به کله اؤ چرته بین الافغاني خبرو اترو ته کښیني؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG