لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وبا له امله تړل شوي کاروبارونه نن پرانستل کيږي


د پاکستان د حکومت د اعلان ترمخه نن د ګل/ دوشنبې د ورځې نه کاربارونه، تجارتې هلې ځلې، ريسټورانټې او ورسره په ټرانسپورټ او هوايي سفر لګېدلي بندېزونه ختم شو.

د پاکستان د سند صوبې حکومت د نن څخه د کاروباري هلو ځلو بیرته په ځای کولو ويلي دي.

د سند صوبې حکومت په پاکستان کې تر ټولو اول د کرونا د وبا د مخنيوي دپاره تعليمي ادارې بندې کړې او ورسره یې نور بندېزونه په ځای کړي ؤ.

د صوبې د حکومت ترمخه د نن څخه د کارونو ترڅنګ رېسټورانټې پرانستل کيږي چې د شپې د لسو بجو پورې به خلاصې وي.

خو حکومت ويلي د تعليمي ادارو او ودونو د هالونو پرانستلو پرېکړه به راتلونکې مياشت کولی شي.

ويل شوي د پنجاب حکومت د نن څخه ټول لګولي بندېزونه ختم کړي دي.

د پلاننګ او پرمختيا وزیر اسد عمر د ټولبند ختمولو په اړه ويلي ؤ، د ګل/ دوشنبې د ورځې نه سنېماګانې د عام تګ راتګ ځايونه پارکونه او ورسره نور به د 10م اګست نه پرانستل شي.

د زيارت په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ د ملي رابطه کار کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د اور ګاډي، الوتکو او مېټرو بسونو په چلند لګېدلی بندېز ختمولی شي خو د ستمبر د میاشتې پورې به د خلکو ترمنځ فاصله وي او د اکتوبر په میاشت کې به حالاتو ته په کتو بيا د فاصلې ساتلو د بندېز په اړه پرېکړه کولی شي که حالات سم ؤ بندېز به لرې کړی شي.

په پاکستان کې د مارچ په میاشت کې د کرونا وبا خورېدو د مخنيوي دپاره بندېزونه لګول شوي ؤ.

په پاکستان کې په داسې وخت کې د کرونا وبا د مخنیوي دپاره لګېدلي بندېزونه ختم کړی شو چې د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې په دوه لکه 82 زره 659 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او تراوسه د دې وايرس نه 6097 کسان مړه شوي دي.

ويل شوي په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره 20زره 495 معاينې/ ټسټونه شوي او په 539 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

حکومتي چارواکي وايي په ملک کې د کرونا وايرس پېښې کمې شوي خو مخالفه ګوندونه او ځینې ډاکټران په حکومت نيوکې کوي چې د کرونا مالومولو دپاره کېدونکې ټيسټونه کم کړی شوي ځکه پېښې هم کمې مخې ته راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG