لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چمن کې چاؤدنې پينځه تنه وژلي، لس ژوبل


د افغانستان سره په پوله د پاکستان د بلوچستان صوبې په سرحدي ښار چمن کې چاؤدنې شوې چې پکې پينځه تنه وژل شوي او لږ تر لږه لس وژل شوي دي.

دا چاؤدنه نن د ګل/ دوشنبې په ورځ شوې ده، د مطبوعاتو راپورونو ترمخه حزب الاحرار ډلې د چاؤدنې زمه واري منلې چې د ائي اېس ايي ګاډی يې په نخښه کړی دی.

د چمن د روغتون چارواکو په چاؤدنه کې د اوختې مرګ ژوبلې پخلی کړی دی، چارواکو ويلي روغتون ته پينځه جسدونه او لس تنه ژوبل راوستل شوي دي.

د چمن يو پوليس چارواکي محسن ويلي، د چمن په مال روډ شوې دا چاؤدنه د موټر سائيکل د لارې شوې په موټر سائيکل کې چاؤدېدونکي مواد ځای په ځای شوي ؤ.

هغه ويلي په چاؤدنه کې د نشه يي توکيو پرضد ادارې ګاډی په نخښه شوی او په ګاډي کې سواره دوه تنه پکې ژوبل شوي هم دي.

پوليس ويلي علاقه يې په ګېره کې اخستې، پلټنې يې پېل کړي او د چاؤدنې په اړه ټول مالومات راټولوي.

چارواکي وايي د چاؤدنې له امله په ځای ولاړ پينځه موټر سائيکلې تباه شوي او چاپېره دوکانونه هم اغېزمن شوي دي.

د سيمې څخه د ډیوه خبريال نعمت الله سرحدي وايي چاؤدنه د چمن په مال روډ د موبايل مارکيټ مخې ته شوې چرته چې د خلکو ګڼه ګوڼه سېوا وي.

په ياد ځای له دې وړاندې هم درې ځله چاؤدنې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG