لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان کې یو بل ماشوم پوليو وهلی دی، پاکستان کې د پوليو شمېرې 64 شوې


د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکزي ضلع کوټه کې په يو ماشوم کې د پولیو وايرس پخلی شوی دی، چې ورسره سږ کال په ملک کې د پولیو وهلو شمېره 64 ته رسېدلې ده.

د صحت د ادارې ترمخه د 20 مياشتو يو ماشوم هلک د غونډۍ په يونين کونسل کې د پوليو ښکار شوی دی.

چارواکو ویلي دغه ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي نه دي ورکړی شوي ځکه چې دوی دعوه کړې مور او پلار يې د پوليو ضد څاڅکو مخالفه دي.

په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو ټولې پېښې 64 ته ورسېدې.

د شمېرو ترمخه په ملک کې د پولیو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا کې 22، بيا پسې په دوېم نمبر 21 په سند کې، په بلوچستان کې 16 او پنجاب کې پينځه پېښې رپوټ شوي دي.

په پاکستان کې سږ کال د کرونا وبا له امله د پوليو ضد څاڅکو څو کمپاينې نه دي شوي، خو چارواکي وايي هڅه کوي چې بيرته د پوليو ضد کمپاينې دوامداره کړي.

په پاکستان کې تېر کال د پوليو 147 پېښې رپوټ شوې وې.

په نړۍ کې پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه پاتې شوي چې د پولیو وايرس پکې شتون لري.

XS
SM
MD
LG