لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته کډوال شوي وايي، دوه کاله وشو پاکستان يې تپوس نه دی کړی


د پاکستان د شمالي وزیرستان ضلعې څخه افغانستان ته کډه شوؤ کډوالو یوه 20 کسيزه کميټي جوړه کړې، د دې دپاره چې د پاکستان د حکومت سره په رسمي توګه رابطه وکړي او خپلې ټولې مسلې ورسره شريکې کړي.

د افغانستان د خوست صوبې (ولايت) د شمالي وزيرستان د کډوالو د کمېپ ګلان څخه يو مشر ملک جليل مداخېل چې د کمېټۍ غړی دی وايي کميټي يې د دې دپاره جوړه کړه چې کډوالو ته د ورپېښو مسلو په هوارولو په ګډه کار وکړي.

هغه وويل د کمېټۍ جوړېدو سره د دوی تر ټولو لومړۍ هغه غوښتنه ده چې د شمالي وزیرستان نه شپږ کاله وړاندې د ضرب عضب پوځي عملياتو په مهال دوی کډه شوي اول خو دې دا خلک بيرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه دعوه وکړه چې دوه کاله وشو د پاکستان د حکومت لخوا د دوی سره هيڅ رابطه نه ده شوې، دوی غواړي چې د پاکستان حکومت د دوی پوښتنه وکړی.

هغه وويل دوېم دا چې د پاکستان حکومت په ميرانشاه کې د نړېدلو دوکانونو د تاوان په برخه کې خلکو ته مالي مرستې ورکوي، دوی هم په بازار کې دوکانونه لرل خو اوس دوی خبر هم نه دي چې د دوی مرستو به څه کیږي.

مداخېل زیاته کړه درېمه غوښتنه کوي چې د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته د زیاتره کډوال شوؤ تعلق د شوال او دته خېل تحصيلونو سره دی او د دغه سيمې د خلکو د ګټې وټې يواځينۍ لاره چلغوزه ده.

هغه وويل د شپږو کالو نه دوی د خپلې چلغوزې څخه نه دي خبر، ځکه دوی غواړي چې علاقې ته دې ستانه کړی شي چې خپلې چلغوزې سمبال کړي.

افغانستان ته د شمالي وزیرستان نه کډوال شوؤ د مسلو د هواري په اړه د سيمې نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي هغه په قومي اسمبلۍ او د حکومت د نورو اړونده چارواکو سره دا مسله شريکه کړې په هر ځای يې پرې خبره کړې ده خو چا پرې غور نه دی کړی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د پاکستان د وزيراعظم د افغانستان دپاره ځانګړي استازي محمد صادق سره د ليدو پلان لري او اوس به دا مسله د هغه په وړاندې ږدي.

په وروستيو کې په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګې هم د سيمې نه افغانستان ته د کډوال شوؤ بيرته راوستلو غوښتنه کړې وه.

د قبايلي ضلعو دپاره د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) وياند احسان داوړ وايي دوی د صوبې په کچه دومره واک نه لري چې افغانستان ته کډه شوي خلک بيرته راولي، دا کار د مرکزي حکومت دی.

خو بيا هم نوموړي وويل په تېرو مرحلو کې دوی 6000 زره کورنۍ پاکستان ته راستنې کړي دي، او زياتوي د دوی د اندازو ترمخه دا وخت د شمالي وزيرستان 7000 کورنۍ په افغانستان کې دي.

هغه وويل که مرکزي حکومت د دغو کډوالو بیرته راوستلو امر وکړي نو اداره يې تياره ده چې دا کډوال دلته سمبال کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG