لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړۍ کې په کورونا اخته کسان له شلو میلیونو څخه زیات شو


واشنګټن – په هند او استرالیا کې له کورونا څخه په یوه ورځ کې د مړینو کچه په ریکارډ کچه زیاته شوې ده او په پاریس کې په ځینو سیمو کې له خلکو څخه غوښتل شوي دي چې په پرانیستو او خلاصو ځایونو کې دې هم ماسکونه وتړي.

دغه ډول په امریکا کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له پنځو میلیونو او په نړۍ کې له شلو میلیونو څخه زیات شوی دی.

هندوستان د ګل یا دوشنبې په ورځ له کورونا څخه د زرو کسانو د مړینې اعلان وکړ، چې دا د کورونا د وبا له پیل راهیسې په دغه هېواد کې په یوه ورځ کې د مړو تر ټولو لوړه شمېره ده.

له دغې نوې شمېرې سره په هند کې له کورونا څخه د مړو شمېر ۴۴۵۰۰ ته ورسېده او د کورونا د مړینو له پلوه، امریکا، برازیل، مکسیکو او برتانیې پسې پنځم هېواد شو.

په هند کې د تېرو شپږو ورځو راهیسې هره ورځ په کورونا تر ټولو د زیاتو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړی چې یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ ۶۲۰۰۰ کسانو ته رسېدل.‌

استرالیا هم د ۱۹ کسانو له مړه کېدو سره خپله تر ټولو د زیاتو مړینو ورځ رپوټ کړي که څه هم په ویکټوریا کې د چارواکو په وینا د کورونا په نویو پېښو کې کموالی راغلی.‌

اخوا د چین روغتیايي چارواکو په شمال لویدیځې سیمې سینکیانګ کې د کورونا د ۱۴ نویو پېښو خبر ورکړی چې په سیمیزه توګه له یو څخه بل ته انتقال شوې دي.‌ چین همدا رنګه ویلي، چې ۳۵ مسافرو له بهر څخه کورونا دغه هېواد ته وړې ده‌

په پاریس کې د کورونا په پېښو کې د زیاتوالي له امله چارواکو په مشهورو د باندې ځایونو لکه د سېن په نام د یو سیند پر غاړه هم خلکو ته تر یوې میاشتې پورې د ماسکونو د تړلو امر کړی.

دې ته ورته غوښتنه د فرانسې په نورو ځایونو لکه ټولوس، لېلې او بېرېتز کې هم له خلکو شوې ده.‌

د پاریس لخوا د ماسکونو د تړلو له حکم څخه سرغړونکي ۱۶۰ ډالره جریمه کېږي او که درې ځله یو څوک بې ماسکه ولیدل شي نو تر شپږو میاشتو پورې زنداني کېږي هم.

د جرمني په پلازمېنه کې د ګل یا دوشنبې په ورځ ښونځي بېرته پرانېستل شوي دي او حکومتي چاروکي هڅه کوي له کورونا څخه د زده کونکو او ښونکو د ساتلو تر ټولو غوره لارې چارې عملي کړي.‌

د جرمني د پوهنې وزیرې سنډرا شېریس وویل، "بېلا بېل لومړیتوبونه لرو، د روغتیا ساتل یو اړخ ته او هر یو ماشوم ته د تعلیم د حق ورکول او برابرول بل لور ته."

هغې وویل،‌ په ښونځیو یا سکلونو کې د زده کونکو ترمنځ د ۱.۵ متر واټن ساتل کله کله امکان نه لري.‌

نوموړې سپارښتنه کوي چې زده کونکي په وړو ډلګیو باندې وویشل شي او بیا له یو او بله سره جلا شي او که په کوم ماشوم کې کورونا مثبت شي نو یواځې ناروغ ماشوم او ورسره وړه ډلګۍ به یې قرنطین کېږي نه ټول زده کونکي.‌

دغه ډول مرکزی حکومت له زده کونکو او ښونځو څخه غوښتي دي چې د ښونځیو په دهلیزونو کې دې ماسکونه و تړي خو په ټولګیو او لوبغالو کې دې نه تړي‌

ګڼ نور هېوادونه هم د دې پرېکړې هڅه کوي چې څه ډول او څه وخت ښونځي بېرته پرانیزي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم په دې خبره زور راوړي چې ټول ښونځي بېرته پرانیستل شي خو زیاتره ایالتونه وايي، چې دوی د تعلیمي کال د پیلېدو لپاره ددې میاشتې په پای کې تیار نه دي.

تېره اونۍ د جیورجا د ښونځي له یو دهلیز یا هالوې څخه په اخیستل شوي انځور کې ښکاري چې یواځې یو څو زده کونکو ماسکونه تړلي وو او هغه وخت ښونځي بیرته وتړل شول او سبقونه انلاین شول کله چې په نهو زده کونکو کې کورونا مثبت شوه.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش تېره اونۍ د ښونځیو د تړلو له امله د نسلي ناورین د امکان یادونه کړې وه. هغه له هېوادونو غوښتي وو چې د ښونځیو بېرته پرانیستل دي خپل لومړیتوب وګرځوي کله چې د کورونا وبا کابو شي.‌

د برتانیې لومړي وزیر بوریس جانسن د برتانیې ډیلي مېل ورځپاڼې ته په یوې مقاله کې لیکلي وو چې د ښونځیو پرانېستل یوه اخلاقي دنده ده.

هغه ویلي، د ښونځیو بیا پرانېستل د هېواد لومړیتوب او یو ټولنیز او اقتصادي ضرورت دی.

جانسن اټکل کړی چې د برتانیې ښونځي به په خوندي توګه کار وکړي او تر دې مخکې یې ویلي وو چې که د کورونا له امله بیا هر څه تړل کېږي نو ښونځي به په دې کتار کې وروستي وي.‌

په برتانیه کې تعلیمي کال د سپټمبر په لومړیو کې پیلېږي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG